په داسې حال کې چې د امریکا او ایران ترمنځ په سویس کې پلان شوې خبرې اترې لغوه شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تفاهم د راتلونکي په اړه پوښتنې زیاتې شوې دي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوهم ځل لپاره له واک ته ستنېدو وروسته د کمپ ډېوېډ پر لور روان شوی.
د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ویلي چې ټرمپ به د اونۍ د پای په ترڅ کې په کمپ ډېوېډ کې سیاسي او د پالیسۍ اړوند غونډې ترسره کړي.
د هغه د کورنۍ غړي هم د پلار ورځې د نمانځنې لپاره په دې سفر کې ورسره مل دي.
راپورونه ښيي چې د امریکا اداره هڅه کوي له ایران سره یوې وروستۍ هوکړې ته ورسېږي، خو دغه بهیر په امریکا کې د ځینو سیاسي کړیو له مخالفت سره هم مخ دی.
په همدې حال کې، هغه مذاکرات چې ټاکل شوې وه په سویس کې ترسره شي، د سیمې د وروستیو امنیتي تحولاتو له امله وځنډېدل.
کمپ ډېوېډ د امریکا د ولسمشرانو له مهمو استوګنځایونو او مشورتي مرکزونو څخه دی، چې د مریلینډ ایالت په غرنیو سیمو کې موقعیت لري.
د امریکا ولسمشرانو له کلونو راهیسې له دې ځایه د مهمو امنیتي، سیاسي او ډیپلوماتیکو پرېکړو لپاره ګټه اخیستې ده.

