د کاناډا د مونټریال ساینسپوهانو یوه نوې او ساده د وینې معاینه رامنځته کړې چې کولی شي د سینې سرطان په لومړیو پړاوونو کې تشخیص کړي او هغه ښځې هم وپېژني چې د دې ناروغۍ د رامنځته کېدو لوړ خطر لري.
څېړونکي وايي، دا ازموینه د سرطان د نښو د ژر موندلو وړتیا لري، چې له امله یې ناروغي تر جدي کېدو وړاندې تشخیص او درملنه کېدای شي.
د دوی په وینا، دغه پرمختګ د ښځو د روغتیا په برخه کې یو مهم ګام ګڼل کېږي.
تمه ده چې دا نوې ټکنالوژي به د سینې سرطان د مخنیوي او ژر درملنې په برخه کې مرسته وکړي او د ناروغۍ له امله د مړینې کچه راکمه کړي.
روغتيا پالان ټینګار کوي چې د دې ازموینې د پراخ استعمال لپاره لا هم نورو کلینیکي ارزونو او څېړنو ته اړتیا شته، خو لومړنۍ پایلې یې هیله بښونکې بلل شوې دي.

