دوشنبه, مې 18, 2026
Home Blog Page 50

مولانا فضل‌الرحمن:پاکستان د ایران او امریکا د خبرو غم وړی؛ خو خپله له سختو سیاسي او اقتصادي ستونزو سره مخ دی

د جمعیت علما اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن ویلي چې پاکستان که څه هم د ایران او امریکل ترمنځ د منځګړیتوب هڅې کوي، خو په خپله له جدي سیاسي او اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

هغه په لاهور کې یوې غونډې ته ویلي چې د پاکستان ختیځ او لوېدیځ سرحدونه له هند او افغانستان سره تړلي دي، چې دا وضعیت د سوداګرۍ پر لارو منفي اغېز کړی او اقتصادي فشارونه یې زیات کړي دي.

د هغه په وینا، د دې ستونزو له امله نه یوازې اقتصادي وضعیت خراب شوی، بلکې د چین په ګډون ځینې مهم شریکان هم ناخوښ دي او پانګونه یې کمه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې چې له ایران سره اړیکې هم لا روښانه نه دي.

مولانا فضل‌الرحمن د اقتصادي راتلونکې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي چې خلک له لوړو بیو سره مخ دي، او د هرمز تنګي د وضعیت له امله د سون توکو بیې هم ناڅاپي لوړې شوې دي.

هغه زیاته کړې چې که څه هم د ګرانۍ پر ضد اعلان شوي لاریونونه ځنډول شوي، خو لغوه شوي نه دي او ښايي بیا پیل شي.

فضل‌الرحمن له حکومته غوښتي چې د سیاسي او اداري اصلاحاتو لپاره جدي ګامونه واخلي، ځکه د هغه په باور اوسنی وضعیت د پالیسۍ کمزوري ښيي.

تسنیم خبري اژانس:ایران د نوې پیلیدونکې احتمالي جګړې لپاره پر دښمن د جهنمي ساعتونو راوستو لپاره اماده دی

0

د ایران دولتي تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، تهران د احتمالي «بیا جګړې» لپاره خپل چمتووالی زیات کړی او خبرداری یې ورکړی چې د هر ډول نوي پوځي تقابل په صورت کې به جګړه یوازې محدوده پاتې نه شي، بلکې د سیمې مهم ستراتیژیک ځایونه به هم تر اغېز لاندې راولي.

یاد اژانس لیکلي، د بیا احتمالي جګړې سره به د ایران لخوا، باب‌المندب، آرامکو، ینبع او فجیره هم د جګړې په ډګر کې داخل شي.

راپور زیاتوي چې د امریکا وروستي پوځي تحرکات، لکه د جګړه‌ییزو بېړیو ځای پر ځای کول، د تجهیزاتو د لېږد لپاره هوايي عملیات، او د F-35 Lightning II او C-17 Globemaster III الوتکو کارونه، د احتمالي پوځي اقدام نښې بلل شوې دي.

همدارنګه، په بحرین کې د «جزیرې نیولو» تمرینونه او د څارګرو ډرونونو زیات پروازونه د وضعیت د لا ترینګلتیا ښکارندويي کوي.

د تسنیم په وینا، ایران دوه احتمالي سناریوګانې ارزوي: یا واشنګټن غواړي د دغو تحرکاتو له لارې په مذاکراتو کې رواني فشار زیات کړي، او یا هم د ناڅاپي پوځي برید لپاره زمینه برابروي.

په راپور کې ویل شوي: «ایران چمتو دی چې د هغو بیا رغونو او چمتووالي له لارې چې په تېرو دوو اوونیو کې یې ترسره کړي، د امریکا او اسرائیلو سره د احتمالي نوې جګړې له پیله، داسې یادګاري او سخت جهنمي ساعتونه هم رامنځته او تثبیت کړي.»

ایراني رسنۍ ایرنا:اسلام آباد کې د ایران او امریکا ترمنځ دوهم پړاو خبرو په اړه راپورونه ناسم دي

0

د ایران دولتي رسنۍ ایرنا راپور ورکړی چې په اسلام‌آباد کې د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو د دوهم پړاو په اړه خپاره شوي خبرونه ناسم دي او دا د امریکا له لوري یو هدفي رسنیز کمپاین بلل کېږي.

ایرنا دا هڅه د “ملامتۍ اچولو لوبه” ګڼلې چې هدف یې پر تهران فشار زیاتول دي.

د راپور له مخې، ایران باور لري چې واشنګټن د خبرو په بهیر کې له غیرواقعي او لوړو غوښتنو کار اخلي، چې د تفاهم مخه نیسي.

دغه رسنۍ همدارنګه ویلي چې د امریکا دریځونه پرله‌پسې بدلېږي او متناقضې څرګندونې د باور فضا زیانمنوي.

ایرنا زیاته کړې چې د سمندري محاصرې دوام، چې د اوربند له تفاهم سره په ټکر کې بلل شوی، د روانو تاوتریخوالو یو بل عامل دی چې د دې ترڅنګ، د امریکا له لوري ګواښونو هم د مذاکراتو پر فضا منفي اغېز کړی دی.

شاه محمود میاخېل:که د ایران او امریکا خبرې کومه پایله ورنکړي؛ نو د درېیمې جګړې احتمال رامنځته کوي

د تېر جمهوري نظام د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل وایي، چې د ایران او امریکا ترمنځ د ګواښونو کچه لوړه شوې او دواړه لوري یو بل ته توندې څرګندونې کوي.

د هغه په وینا، د خبرو اترو لپاره د دواړو هېوادونو د پلاوو په ترکیب کې د بدلون خبره هم کیږي.

هغه زیاتوي که د امریکا مرستیال ولسمشر په خبرو کې ګډون ونه کړي؛ نو ایران به هم لکه پخوا خپل مهم استازي د خبرو لپاره اسلام اباد ته ونه لېږي.

د هغه په باور، د پلاوو د کچې ټیټېدل د خبرو پر پایلو او پرېکړو منفي اغېز کولی شي او خبره بیا د بلې جګړې د تیاري په معنی ده.

میاخېل خبرداری ورکوي چې دا وضعیت ښايي د شخړې د پراخېدو لور ته ولاړ شي او که وضعیت همداسې دوام وکړي؛ نو پایلې به یې نه یوازې د دواړو هېوادونو لپاره، بلکې د سیمې او منځګړو لپاره هم خطرناکې وي او د درېیمې نړیوالې جګړې احتمال رامنځته کوي.

د هغه په خبره، راتلونکې ۴۸ ساعته به ډېر مهم وي او ټاکي چې وضعیت د خبرو لور ته ځي او که د تاوتریخوالي.

ډونالډ ټرمپ:سبا ماښام به امریکایي پلاوی ایران سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته ورسېږي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې د امریکا یو پلاوی به سبا دوشنبه ماښام اسلام اباد ته ورسېږي، څو له ایران سره احتمالي خبرې وکړي.

ټرمپ تر دې وړاندې ایران ته خبرداری ورکړی چې که د امریکا له‌خوا وړاندیز شوی تړون ونه مني، نو امریکا ښايي د ایران پر مهمو بنسټیزو تاسیساتو لکه برېښنا بندونو او پلونو بریدونه وکړي.

تر اوسه ایراني چارواکو په رسمي ډول د دې څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې یو شمېر رسنیو ویلي و چې ټرمپ د امنیتي ستونزو له کبله جی‌ډي ونس پاکستان ته نه لېږي؛ خو امریکایي رسنیو دا راپورونه رد کړي دي.

سي‌اېن‌اېن:ونس، ویتکاف او کوشنر د ایران او امریکا خبرو کې په اسلام آباد کې ګډون کوي

0

د امريکايي رسنۍ سي‌اېن‌اېن د راپور له مخې، د سپینې ماڼۍ له سرچینو څخه ویل شوي چې د امریکا لوړپوړی پلاوی به د ایران سره د مهمو خبرو اترو لپاره پاکستان ته سفر وکړي.

د راپور له مخې، د امریکا د مرستیال ولسمشر جی‌ډي ونس به د دې پلاوي مشري وکړي، او له ده سره به د ټرمپ د نږدې سلاکارانو څخه سټیو ویتکاف او د ټرمپ زوم، جرد کوشنر هم مل وي.

سرچینې زیاتوي چې دا پرېکړه د دې لپاره شوې چې د ایران او امریکا ترمنځ د حساسو خبرو د امنیتي او سیاسي ارزونو په رڼا کې یو نوی ډیپلوماتیک لوری وازمایل شي.

وړاندې تر دې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امنیتي اندېښنو له امله د ونس د ګډون احتمال رد کړی و.

د جی‌ډي ونس له خوا؛د پاکستان خبرو مشري د امنیتي اندېښنو له امله لغوه شوه

0

د راپورونو له مخې، په پاکستان کې د ایران سره د خبرو اترو په نوې پړاو کې، د امریکا د ولسمشر مرستیال جی‌ډي ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د امریکايي پلاوي مشري پر غاړه وانخلي.

تر دې مخکې، د یو شمېر لوړپوړو امریکايي چارواکو، په ګډون د ملګرو ملتونو لپاره د امریکا استازي مایک والتز او د انرژۍ وزیر، د ونس د احتمالي ګډون او سفر یادونه کړې وه.

خو تازه راپورونه ښيي چې د امنیتي وضعیت د ارزونې له امله به نوموړی په مستقیم ډول د خبرو اترو مشري ونه کړي، او ښايي د امریکايي پلاوي مشري بل چارواکی پر غاړه واخلي.

بل لورته ځینو رسنیو راپور ورکړی چې ډونالډ ټرمپ پاکستان کې د امنیتي اندېښنو له کبله جی‌ډي ونس ته د تګ اجازه نه ده ورکړې.

راپورونه:اسلام‌آباد کې د ایران او امریکا خبرو په درشل کې امنیتي تدابیر په بې‌ساري ډول سخت شوي

0

د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌آباد کې د ایران او امریکا د دویم پړاو مذاکراتو له پیل مخکې امنیتي وضعیت په بې‌ساري ډول سخت شوی او ښار د پراخو امنیتي تدابیرو شاهد دی.

د دغو خبرو لومړی پړاو د روانې میاشتې په ۲۲مه نېټه په اسلام‌آباد کې ترسره شوی و، خو کومه عملي هوکړه پکې نه وه ترلاسه شوې.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم اعلان کړی چې د هغه استازي د نوو خبرو لپاره روان شوي او ټاکل شوې چې د دوشنبې په ماښام اسلام‌آباد ته ورسېږي.

له بلې خوا، د پاکستان چارواکو د ښار په بېلابېلو برخو کې د ترافیکي محدودیتونو او ځینو مهمو لارو د تړلو خبر ورکړی دی، چې دا محدودیتونه نږدې ښار راولپېنډۍ ته هم غځېدلي دي.

د فرانسې خبري اژانس خبریالان وايي چې د اسلام‌آباد په سختو امنیتي سیمو کې، په ځانګړي ډول د ماریوت او سرینا هوټلونو شاوخوا، چې د پخوانیو مذاکراتو د ترسره کېدو ځایونه هم وو، د امنیتي ځواکونو پراخ حضور، وسلوال ګزمو او د تلاشي پوستې په واضح ډول لیدل کېږي.

رویټرز:جی‌ډي ونس، جرد کوشنر او سټیو ویتکاف د ایران سره د خبرو لپاره پاکستان ته ځي

0

د رویترز د راپور له مخې، د سپینې ماڼۍ یو چارواکي ویلي چې د امریکا مرستیال ولسمشر جی‌ډي ونس به له سټیو ویتکاف او جرد کوشنر سره یو ځای د ایران سره د خبرو لپاره پاکستان ته سفر وکړي.

تر دې مخکې، په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر ویلي وو چې ونس به په پاکستان کې د خبرو اترو لپاره د امریکایي پلاوي مشري پر غاړه ولري.

تر اوسه د دوی د تګ نیټه نه ده ښودل شوې.

ډونالډ ټرمپ:که تهران زموږ منصفانه او معقول تړون ته غاړه کینږدي ټول حیاتي تاسیسات به یې له منځه لاړ شي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري په ټروت سوشیال کې خپره شوې تازه اعلامیه ښيي چې امریکا تهران ته یو «منصفانه او معقول تړون» وړاندې کړی او تمه لري چې ایران به یې ومني.

ټرمپ په خپل بیان کې ټینګار کړی چې دا وړاندیز کولی شي د دواړو لورو ترمنځ روان کړکېچ پای ته ورسوي، خو ورسره یې سخت خبرداری هم ورکړی.

هغه ویلي، که ایران دغه توافق رد کړي، نو متحده ایالات به «ټول برېښناکوټونه او پلونه» په نښه کړي.