د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ (UNHCR) ویلي، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له پاکستانه له ۵۳۰ زرو څخه ډېر افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي، چې له دې ډلې نږدې ۶۱ زره او ۸۰۰ کسان په جبري ډول ایستل شوي دي.
د دغې ادارې د راپور له مخې، د راستنېدونکو له نیمایي ډېر ماشومان دي او ښځې هم د ټولو ستنو شویو نیمايي برخه جوړوي.
همداراز، شاوخوا درېیمه برخه راستنېدونکې کورنۍ د ښځو له خوا اداره کېږي، چې د بشري مرستو اړتیاوې یې لا زیاتې کړې دي.
دې ادارې ویلي، تر اوسه یې له ۱۵۸ زرو څخه د زیاتو راستنو شویو افغانانو سره مستقیمه مرسته کړې او د تېر کال راهیسې یې په کابل، کندهار او جلالاباد کې سلګونو زرو کسانو ته نغدي مرستې هم وېشلې دي.
د راپور له مخې، ډېری کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارو هېواد ته داخل شوي او پلان لري چې په ننګرهار، کابل، لوګر، کندهار او کندوز ولایتونو کې مېشت شي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د افغان کډوالو د راستنېدو چټک او بېساری بهیر، د افغانستان پر بشري وضعیت، عامه خدمتونو او اقتصادي امکاناتو دروند فشار وارد کړی او د مرستو دوام د دې بحران د مدیریت لپاره اړین ګڼل کېږي.

