د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره مسؤلیت لري چې د سیمې په بېلابېلو جبهاتو، په ځانګړې توګه په لبنان کې، د جګړو د پای ته رسولو لپاره خپلې ژمنې عملي کړي.
عراقچي ټینګار کړی چې واشنګټن باید د تاوتریخوالي د لا پراخېدو مخه ونیسي او د هغه اوربند د پلي کېدو لپاره خپل رول ولوبوي چې مخکې ورباندې توافق شوی و.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې په سیمه کې د ثبات او امنیت د ټینګښت لپاره د اوربند دوام او بشپړ عملي کېدل اړین دي.

