نن، د جون ۲۰مه، د ملګرو ملتونو له لوري د کډوالو نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.
دا ورځ د هغو میلیونونو کډوالو او بېځایه شویو کسانو د وضعیت د روښانه کولو لپاره ځانګړې شوې چې د جګړو، ناامنۍ او بشري بحرانونو له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
ملګري ملتونه وايي، د دې ورځې موخه د کډوالو د ستونزو په اړه د نړیوال پوهاوي لوړول او د هغوی د ملاتړ اړتیاوو ته د نړۍ پام را اړول دي.
د سازمان په وینا، د کډوالو نړیواله ورځ د نړیوالې همغږۍ، خواخوږۍ او ګډ مسؤلیت د پیاوړتیا فرصت برابروي، څو له هغو خلکو سره مرسته وشي چې د سختو شرایطو له امله د خوندي ژوند په لټه کې دي.
د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې دا ورځ د بېلابېلو پروګرامونو، غونډو او عامه پوهاوي کمپاینونو له لارې نمانځل کېږي، او د کډوالو د حقونو او هوساینې پر اهمیت ټینګار پکې کېږي.

