شنبه, جون 20, 2026
Homeکورپاڼهد پاکستان تر ولکې لاندې؛کشمیر کې لاريونونو کې۲۴ کسان وژل شوي

د پاکستان تر ولکې لاندې؛کشمیر کې لاريونونو کې۲۴ کسان وژل شوي

د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې د حکومت ضد اعتراضونه او تاوتریخوالی سخت شوي چې له امله یې لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

راپورونه وایي، دغه لاریونونه د سیمه‌ییزو پارلماني ټاکنو لپاره د ۱۲ ځانګړو څوکیو د ځانګړي کولو پر ضد پیل شوي او له تېرو دوو اوونیو راهیسې دوام لري.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، د مظاهره‌چیانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په نښتو کې څلور پولیس هم وژل شوي، ۹۷ نور ټپیان شوي او له ۵۰۰ څخه ډېر کسان نیول شوي دي.

د کړکېچ له پراخېدو وروسته په سیمه کې عمومي اعتصاب اعلان شوی، سوداګریز بازارونه تړل شوي، مهمې لارې بندې شوې او د انټرنېټ خدمات هم محدود شوي دي.

د اعتراضونو تنظیموونکي ادعا کوي چې حکومت د خلکو غوښتنو ته غوږ نه نیسي او د سوله‌ییزو لاریونونو پر وړاندې له زور او تاوتریخوالي کار اخلي.

بل لور ته، چارواکو د امنیت د ټینګښت لپاره سخت تدابیر نیولي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here