سه شنبه, جولای 28, 2026
Home Blog Page 5

ډونالډ ټرمپ:د ایران سره ډیپلوماټیک تماسونه دوام لري؛ خو وروستۍ پرېکړه لا نه ده شوې

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، واشنګټن لا هم له ایران سره د خبرو اترو بهیر ته دوام ورکړی او هیله لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوې نوې هوکړې زمینه برابره شي.

ټرمپ د سپینې ماڼۍ په اوول دفتر کې خبریالانو ته وویل، د ده په باور ایراني چارواکي که څه هم په خپلو څرګندونو کې سخت دریځ ښيي، خو په عملي ډول د خبرو او تفاهم د موندلو هڅه کوي.

هغه زیاته کړې چې تر اوسه یې پر ایران د پراخو پوځي عملیاتو د پیل وروستۍ پرېکړه نه ده کړې، ځکه د ده په وینا، تهران اوس هم په خبرو اترو کې ګډون کوي.

ټرمپ خبرداری ورکړی چې که سیاسي حل ته لاره هواره نه شي، نور انتخابونه هم پر مېز موجود دي.

بل لور ته، رویټرز خبري اژانس د پاکستاني سرچینو له قوله راپور ورکړی چې اسلام‌اباد د امریکا او ایران ترمنځ د درېدلو مذاکراتو د بیا پیل لپاره د یوې ډیپلوماټیکې لارې په لټه کې دی.

د سرچینو په وینا، د خبرو د بیا پیلېدو لپاره د ایران له لوري پر سعودي عربستان او د خلیج پر نورو هېوادونو د بریدونو درول یو مهم شرط ګڼل کېږي.

د راپور له مخې، که څه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو د بیا فعالېدو لپاره هڅې روانې دي، خو لا هم د اختلافاتو د حل په وړاندې مهم خنډونه موجود دي او تر اوسه د نوو مذاکراتو د پیل په اړه کومه رسمي هوکړه نه ده اعلان شوې.

ټي‌ټي‌پي:د منجي‌خېلو په برید کې مو ۴۰ پاکستاني پوځیان وژلي

0

تحریک طالبان پاکستان يا ټي‌ټي‌پي د خیبر پښتونخوا د ټانک ولسوالۍ د منجي‌خېلو پر امنیتي پوستې د شوي برید مسؤلیت منلی او د عملیاتو په اړه یې خپله اعلامیه خپره کړې ده.

دغه ډلې ادعا کړې چې وسله‌والو یې د شپې له خوا پر ګډ پوځي او پولیسو کمپ برید کړی، چې ورسره څو ساعته نښته روانه وه.

د ټي‌ټي‌پي په وینا، په برید کې ۴۰ امنیتي ځواکونه يې وژلي او ګڼ نور ټپيان شوي دي.

ټي‌ټي‌پي همداراز ویلي، د دې برید پر مهال د دوی څلور غړي هم وژل شوي دي.

بل لور ته، د پاکستان پوځ په خپله رسمي اعلامیه کې ویلي چې په دې برید کې ۱۵ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۱۲ بریدګر هم د امنیتي ځواکونو له لوري وژل شوي دي.

وروستیو سېلابونو؛په افغانستان کې د ۹ نورو کسانو ژوند واخیست

0

د طالبانو د حکومت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله لږ تر لږه ۹ کسان مړه او یو بل ټپي شوی دی.

د دې ادارې ویاند محمد یوسف حماد ویلي، مرګژوبله په کابل، پروان، کاپیسا، پنجشېر، پکتیا، پکتیکا، لوګر، غزني، نورستان او میدان وردګ ولایتونو کې اوښتې ده.

د هغه په وینا، سېلابونو خلکو ته پراخ مالي زیانونه هم اړولي دي.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، ۱۳۱ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي، ۳۳۲ نور کورونه زیانمن شوي او شاوخوا ۴ زره او ۸۱۰ جریبه کرنیزه ځمکه هم له منځه تللې ده.

چارواکي وایي، د زیانونو ارزونه او له اغېزمنو کورنیو سره د بېړنیو مرستو لړۍ روانه ده.

په ورته وخت کې، د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي، د جلال‌اباد ښار په افغان مېنه سیمه کې د یوه کور د چت د نړېدو له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي، چې پلار او څلور ماشومان پکې شامل دي، مړه شوي او یو بل کس ټپي شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د هوا پېژندنې ادارې د هېواد د ختیځ، مرکزي او شمال ختیځ یو شمېر ولایتونو لپاره د سختو بارانونو، تندر، زورورو بادونو او احتمالي سېلابونو خبرداری ورکړی او له خلکو یې غوښتي چې د احتمالي خطرونو د مخنیوي لپاره احتیاطي تدابیر ونیسي.

العربيه:پاکستان د چین په هڅونه د امریکا او ایران د خبرو د بیا پیل لپاره هڅې کوي

0

العربيه وايي، پاکستان هڅه کوي چې د امریکا او ایران ترمنځ د ځنډېدلو خبرو د بیا پیل لپاره د منځګړیتوب رول ولوبوي.

ویل کېږي، دا هڅې د چین په نوښت او هڅونه پیل شوې دي.

درې پاکستاني سرچینو العربيه ته ویلي، اسلام‌اباد د هغو ډیپلوماټیکو لارو چارو په لټه کې دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نږدې پنځو میاشتو راهیسې روان کړکېچ د خبرو له لارې هوار شي.

د سرچینو په وینا، چین له پاکستان څخه غوښتي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د اړیکو د بیا فعالولو او د کړکېچ د کمولو په برخه کې همکاري وکړي.

عمران ریاض خان:عاصم منیر ثابته کړه چې جنرالان تر هر څه خپلې ګټې لومړیتوب بولي

0

پاکستاني خبریال عمران ریاض خان د دغه هېواد د پوځ پر مشرانو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې پخوا یې دا فکر کاوه چې جنرالان د پرېکړو پر مهال د پاکستان ملي ګټې په لومړیتوب کې نیسي؛ خو د ده په وینا جنرال عاصم منیر ثابته کړه چې دا باور ناسم و.

نوموړي ویلي، پوځي مشران تر هر څه وړاندې د خپلو دندو د دوام، د واک د ساتلو او شخصي ګټو په اړه فکر کوي، او وروسته پرېکړې کوي؛ نه دا چې تل د پاکستان د ګټو له مخې عمل وکړي.

عمران ریاض خان دا څرګندونې په داسې مهال کړې دي چې په پاکستان کې د پوځ د رول او په سیاسي چارو کې د پوځي مشرانو د نفوذ موضوع لا هم د مخالفو سیاسي ډلو او شنونکو له مهمو بحثونو څخه ده.

د پاکستان پوځ:د خیبر پښتونخوا په ټانک کې وسله‌والو سره نښته کې ۱۵ سرتېري وژل شوي

0

د پاکستان پوځ وایي، د خیبر پښتونخوا د ټانک په سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله‌والو ترمنځ په نښته کې ۱۵ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، وسله‌والو د ټانک په سیمه کې پر یوې امنیتي پوستې برید وکړ، چې وروسته د دواړو لورو ترمنځ سخته جګړه رامنځته شوه.

د پوځ د معلوماتو له مخې، امنیتي ځواکونو د مقابلې پر مهال ۱۲ وسله‌وال هم وژلي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د سیمې د پاکولو او د نورو احتمالي وسله‌والو د لټون عملیات روان دي.

تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د دې برید مسؤلیت نه دی منلی.

د پنجاب اعلی وزیرې؛مريم نواز لپاره د شخصي جټ پېرلو پرېکړه له سختو نیوکو سره مخ شوې

0

په پاکستان کې د پنجاب ایالت د اعلی وزیرې مریم نواز لپاره د شاوخوا ۱۱ میلیاردو کلدارو په ارزښت د ګلف‌سټریم جټ الوتکې د پېرلو راپورونو پراخ سیاسي غبرګونونه راپارولي دي.

منتقدان وایي، په داسې حال کې چې هېواد له اقتصادي ستونزو، د خلکو د ژوند له سختیو او د ځینو دولتي کارکوونکو د معاشونو له ځنډ سره مخ دی، د لوړو دولتي چارواکو لپاره د لوکسو اسانتیاوو برابرول د عامه بودجې مناسب لګښت نه ګڼل کېږي.

پاکستاني سیاستوال تیمور جهګړه د دې پرېکړې په غبرګون کې ویلي، د هند د پنجاب ایالت حکومت د ورته بودجې په ارزښت د برېښنا یوه تولیدي پروژه عملي کړې؛ خو د پاکستان د پنجاب حکومت همدومره پیسې د یوې جټ الوتکې پېرلو ته ځانګړې کړې دي.

هغه همداراز د سلګونو لوړپوړو چارواکو لپاره د ۱.۸ میلیاردو کلدارو د ځانګړو امتیازاتو پر ورکړې هم نیوکه کړې او پوښتنه یې کړې چې که دا لګښت قانوني او ضروري و، ولې د کلنۍ بودجې په سند کې نه و شامل شوی.

بل لور ته، منتقدان ادعا کوي چې د «پنجاب پاک» پروژې یو شمېر کارکوونکي د معاشونو د نه ترلاسه کولو له امله له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي او ځینو یې د اعتراض په توګه سخت اقدامات هم کړي دي.

دا راپورونه او نیوکې په داسې مهال مطرح کېږي چې پاکستان لا هم له اقتصادي فشارونو او د عامه لګښتونو د مدیریت په اړه له پراخو بحثونو سره مخ دی.

حامد کرزی:محمد ظاهر شاه د ثبات، قانون او ملي یووالي پلوی شخصیت و

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د وفات د نولسم تلین په مناسبت د هغه یاد درناوی کړی او د هغه روح ته یې د دعا غوښتنه کړې ده.

ښاغلي کرزي په خپله ايکس‌پاڼه محمد ظاهر شاه «د ملت بابا» بللی او ویلي یې دي چې هغه یو زغمناک، وطن‌پال او با تدبیره شخصیت و، چې د واکمنۍ پر مهال یې افغانستان د ثبات، امنیت او ملي یووالي پر لور روان و.

نوموړي زیاته کړې چې د محمد ظاهر شاه له مهمو تاریخي اقداماتو څخه یو هم د اساسي قانون پر بنسټ د مشروطیت نظام رامنځته کول وو، چې د ده په وینا د خلکو حقونه او ازادۍ یې خوندي کولې او دیموکراتیک بنسټونه یې پیاوړي کول.

کرزي ویلي، د پخواني پاچا د سولې لپاره دوامداره هڅې، هېواد ته بېرته ستنېدل او په خپل وطن کې په درناوي خاورو ته سپارل کېدل د هغه د وطن‌پالنې او له خلکو سره د مینې څرګندونه ده.

عباس عراقچي:د افغانستان او پاکستان شخړې باید د خبرو له لارې حل شي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د شانګهای همکاریو سازمان د وزیرانو شورا په غونډه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي او شخړو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.

عراقچي چې د قرغزستان په کوربه‌توب د شانګهای همکاریو سازمان په غونډه کې خبرې کولې، ویلي چې د افغانستان ثبات او امنیت یوازې د دغه هېواد د خلکو لپاره نه، بلکې د سیمې د ټولو هېوادونو لپاره ستراتیژیک اهمیت لري.

هغه د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې مهمې بللې او ټینګار یې کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو حل باید د خبرو او متقابل تفاهم له لارې وشي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي مسایلو او سرحدي پېښو له امله اړیکې له تاوتریخوالي سره مخ شوې دي.

په زابل کې د «پټې خزانې» د مؤلف محمد هوتک د مقبرې د رغونې چارې پیل شوې

0

د زابل ولایت په سیوري ولسوالۍ کې د پښتو لرغوني ادب د نومیالي لیکوال محمد هوتک د مقبرې د رغونې چارې پیل شوې دي.

د زابل د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، دا پروژه د دغه ریاست په همغږۍ او د لیکوال او څېړونکي محمد معصوم هوتک په مالي ملاتړ عملي کېږي.

د چارواکو په وینا، د پروژې په چوکاټ کې به د مقبرې احاطوي دېوال، جومات او اړینې اسانتیاوې جوړې شي او ټاکل شوې چې کارونه یې د یوې میاشتې په موده کې بشپړ شي.

د زابل د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی او اطلاعاتو آمر عبدالولي بشرمل ویلي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت هم ژمنه کړې چې د محمد هوتک مقبره به په اساسي او معیاري ډول ورغوي، څو دا تاریخي او فرهنګي ځای د راتلونکو نسلونو لپاره خوندي پاتې شي.

د سیمې اوسېدونکي او فرهنګیان د دې اقدام هرکلی کوي او باور لري چې د هېواد د علمي او ادبي شخصیتونو د یادګارونو ساتنه د ملي هویت او فرهنګي میراث د خوندي کولو مهمه برخه ده.

د دوی په وینا، د محمد هوتک مزار له اوږدې مودې راهیسې پاملرنې ته اړتیا لرله او اوسنی اقدام به د دې تاریخي ځای د ساتنې لپاره اغېزمن تمام شي.

محمد هوتک د هوتکي دورې له مشهورو ادبي څېرو څخه و.

نوموړي د «پټه خزانه» په نوم تاریخي اثر ولیکه، چې د پښتو ژبې د شاعرانو او ادیبانو د ژوند او ادبي میراث په اړه له مهمو تاریخي سرچینو څخه شمېرل کېږي.

د روایتونو له مخې، هغه د ژوند وروستي کلونه د زابل ولایت د سیوري ولسوالۍ په ممو کلي کې تېر کړي او هماغلته خاورو ته سپارل شوی دی.