د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د شانګهای همکاریو سازمان د وزیرانو شورا په غونډه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي او شخړو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.
عراقچي چې د قرغزستان په کوربهتوب د شانګهای همکاریو سازمان په غونډه کې خبرې کولې، ویلي چې د افغانستان ثبات او امنیت یوازې د دغه هېواد د خلکو لپاره نه، بلکې د سیمې د ټولو هېوادونو لپاره ستراتیژیک اهمیت لري.
هغه د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې مهمې بللې او ټینګار یې کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو حل باید د خبرو او متقابل تفاهم له لارې وشي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي مسایلو او سرحدي پېښو له امله اړیکې له تاوتریخوالي سره مخ شوې دي.

