شنبه, جولای 25, 2026
Homeکورپاڼهوروستیو سېلابونو؛په افغانستان کې د ۹ نورو کسانو ژوند واخیست

وروستیو سېلابونو؛په افغانستان کې د ۹ نورو کسانو ژوند واخیست

د طالبانو د حکومت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله لږ تر لږه ۹ کسان مړه او یو بل ټپي شوی دی.

د دې ادارې ویاند محمد یوسف حماد ویلي، مرګژوبله په کابل، پروان، کاپیسا، پنجشېر، پکتیا، پکتیکا، لوګر، غزني، نورستان او میدان وردګ ولایتونو کې اوښتې ده.

د هغه په وینا، سېلابونو خلکو ته پراخ مالي زیانونه هم اړولي دي.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، ۱۳۱ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي، ۳۳۲ نور کورونه زیانمن شوي او شاوخوا ۴ زره او ۸۱۰ جریبه کرنیزه ځمکه هم له منځه تللې ده.

چارواکي وایي، د زیانونو ارزونه او له اغېزمنو کورنیو سره د بېړنیو مرستو لړۍ روانه ده.

په ورته وخت کې، د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي، د جلال‌اباد ښار په افغان مېنه سیمه کې د یوه کور د چت د نړېدو له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي، چې پلار او څلور ماشومان پکې شامل دي، مړه شوي او یو بل کس ټپي شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د هوا پېژندنې ادارې د هېواد د ختیځ، مرکزي او شمال ختیځ یو شمېر ولایتونو لپاره د سختو بارانونو، تندر، زورورو بادونو او احتمالي سېلابونو خبرداری ورکړی او له خلکو یې غوښتي چې د احتمالي خطرونو د مخنیوي لپاره احتیاطي تدابیر ونیسي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here