د پاکستان پوځ وایي، د خیبر پښتونخوا د ټانک په سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسلهوالو ترمنځ په نښته کې ۱۵ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، وسلهوالو د ټانک په سیمه کې پر یوې امنیتي پوستې برید وکړ، چې وروسته د دواړو لورو ترمنځ سخته جګړه رامنځته شوه.
د پوځ د معلوماتو له مخې، امنیتي ځواکونو د مقابلې پر مهال ۱۲ وسلهوال هم وژلي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د سیمې د پاکولو او د نورو احتمالي وسلهوالو د لټون عملیات روان دي.
تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې د دې برید مسؤلیت نه دی منلی.

