سه شنبه, جولای 28, 2026
Home Blog Page 4

پاکستان؛د عمران خان د حکومت پر مهال جوړ شوی د یو میلیارد روپیو روغتون څلور کاله وروسته هم تړلی پاتې دی

0

د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې هغه عصري روغتون چې د کرونا وبا پر مهال د چین په مرسته جوړ شوی و، له تېرو څلورو کلونو راهیسې غیر فعال او تړلی پاتې دی.

د راپور له مخې، د (IHITC) د جوړولو لپاره شاوخوا ۴۰ میلیونه ډالر (نږدې یو میلیارد او ۱۱ کروړه پاکستانۍ روپۍ) مرسته شوې وه، څو د خطرناکو ساري ناروغیو د درملنې او کنټرول لپاره ځانګړي امکانات برابر کړي.

دا روغتون د کرونا وبا پر مهال د قرنطین، واکسین، درملنې او بیړنیو روغتیايي خدمتونو لپاره جوړ شوی و، خو وروسته د اوږدې مودې لپاره بې کاره پاتې شو.

د بي بي سي اردو د راپور له مخې، ځینې شنونکي او روغتیايي کارپوهان وایي، هغه پروژه چې د ملي چمتووالي نښه بلل کېده، اوس د کمزورې ادارې او ناسم مدیریت بېلګه ګرځېدلې ده.

راپور زیاتوي چې اوس د پاکستان حکومت غواړي دغه روغتون خصوصي سکتور ته د مدیریت لپاره وسپاري.

د پاکستان روغتیايي نظام له مخکې هم د دولتي روغتونونو د کم امکاناتو، د متخصصینو د کمښت او د ناروغانو د ګڼې ګوڼې له ستونزو سره مخ بلل کېږي، خو د یوه عصري او ځانګړي روغتون غیر فعال پاتې کېدل د پوښتنو سبب شوي دي.

ډونالډ ټرمپ:که له ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، پراخ پوځي بریدونه به بیا پیل کړو

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، که له ایران سره روانې خبرې د واشنګټن د غوښتنو له مخې پایلې ته ونه رسېږي، نو پر ایران به پراخ پوځي بریدونه بېرته پیل شي.

ټرمپ د فرانسې د LCI ټلوېزیون له خبریال سره په مرکه کې ویلي، که امریکا هغه څه ترلاسه نه کړي چې غواړي یې، نو د پوځي اقدام امکان شته.

بل لور ته، د اکسیوس خبري وېبپاڼې د سرچینو له قوله راپور ورکړی چې ټرمپ د جمعې په ورځ د امریکا پوځ ته د ایران پر ضد د نویو بریدونو د نه کولو امر کړی و، چې له دې سره د نږدې دوو اوونیو هوايي بریدونو لړۍ ودرول شوه.

راپور زیاتوي چې لا هم روښانه نه ده چې د بریدونو د درولو پرېکړه موقتي ده او که به دوام وکړي.

د امریکا پوځ بیا د احتمالي راتلونکو عملیاتو لپاره پلانونه چمتو ساتلي دي.

ټرمپ همداراز ویلي چې د ایران حکومت په خبرو کې د جديت نښې ښودلې دي، له همدې امله واشنګټن اوس د مذاکراتو پایلو ته انتظار باسي.

ایران:د جګړې او اوربند پر مهال مو د ۱۸ میلیارد ډالرو په ارزښت تېل صادر کړي

0

د ایران د تېلو وزارت وایي، له امریکا سره د وروستۍ جګړې او ورپسې د اوربند په موده کې یې د ۱۸ میلیارد امریکایي ډالرو په ارزښت د تېلو صادرات ترسره کړي دي.

د وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د جګړې پر مهال د ۱۱.۵ میلیارد ډالرو او د اوربند په موده کې د ۶.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت تېل پلورل شوي دي.

د ایران د تېلو وزارت ویلي، دغه عواید د هېواد د کلنۍ بودجې لپاره د اټکل شویو نفتي عوایدو څه باندې ۶۰ سلنه پوره کوي، چې د دوی په وینا د بحراني شرایطو پر مهال د پام وړ اقتصادي لاسته راوړنه ده.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ایران د اسلامي شورا رئیس او مخکیني مرکچي محمدباقر قالیباف د جون میاشتې په وروستیو کې ویلي وو، د امریکا له لوري د ایران د بندرونو د محاصرې پر مهال هېواد د تېلو د صادراتو توان نه درلود.

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت:د ازبکستان ۱۷۰ کسیز سوداګریز پلاوی کابل ته ورسېد

0

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د ازبکستان یو لوړپوړی دولتي او سوداګریز پلاوی د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه‌یف په مشرۍ کابل ته رسېدلی دی.

د وزارت د معلوماتو له مخې، په دغه پلاوي کې شاوخوا ۱۷۰ سوداګر او پانګوال شامل دي، چې د افغانستان له چارواکو او خصوصي سکتور سره به د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.

د ازبکستان پلاوي ته د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هرکلی ویلی دی.

ټاکل شوې چې د دغه سفر پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا، پانګونې او د خصوصي سکتورونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د ګډو فرصتونو په اړه بحثونه وشي.

دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې په وروستیو کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې زیاتې شوې او د دواړو خواوو پلاویو څو ځله د اقتصادي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

له پولې ۱۲۰۰ کیلومتره لرې برید؛ اوکراین د روسیې مهمه پوځي فابریکه وویشتله

0

اوکراین اعلان کړی چې د شپې عملیاتو پر مهال یې د روسیې په څو مهمو پوځي او لوژستیکي هدفونو بریالي بریدونه کړي دي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي ویلي، په دغو بریدونو کې د وسلو د تولید یوه فابریکه، د نفتو تصفیه‌خانه، د سونګ زېرمه او لوژستیکي مرکزونه په نښه شوي دي.

نوموړي دا ادعا هم کړې چې د کسپین سمندر په سیمه کې یوه روسۍ جنګي بېړۍ او د ایران پوځي بار لېږد اړوند بېړۍ هم هدف ګرځېدلې دي.

زلنسکي دغه بریدونه د روسیې د بریدونو ځواب بللی، خو د روسیې حکومت تر اوسه د دې ادعاوو په اړه رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.

خیبر پښتونخوا؛په سویلي وزیرستان کې پر دوو پوځي اډو پراخ برید شوی

0

راپورونه وايي، د تحریک طالبان پاکستان يا ټي‌ټي‌پي وسله‌والو د سویلي وزیرستان د ګنګي خېل په سیمه کې پر دوو پوځي اډو پراخ برید کړی دی.

د لومړنیو راپورونو له مخې، بریدګرو د یوې پوځي اډې د نیولو ادعا کړې، په داسې حال کې چې په دویمه اډه کې لا هم سخته نښته روانه ده.

همدارنګه، په لومړنیو راپورونو کې ویل شوي چې شاوخوا ۳۰ امنیتي سرتېرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې؛ خو دا شمېر تر اوسه په رسمي ډول نه دی تایید شوی.

د ایران او امریکا ترمنځ؛د ۱۳ ورځو جګړې وروسته نسبي ارامي رامنځته شوې

0

د ایران او امریکا ترمنځ له ۱۳ پرله‌پسې شپو هوايي بریدونو او ځوابي بریدونو وروسته، له تېرې شپې راهیسې د دواړو لورو ترمنځ د نویو پوځي بریدونو کوم راپور نه دی ورکړل شوی.

تر اوسه د دې نسبي ارامۍ د رامنځته کېدو رسمي دلیل نه دی اعلان شوی، خو ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د عمان یوې ډیپلوماټیکې ډلې تهران ته د خبرو لپاره سفر کړی دی.

له بلې خوا، د امریکا پوځ ویلي چې سمندري ځواکونو یې پر یوه تېل وړونکې بېړۍ اقدام کړی، ځکه چې د دوی په وینا دغې بېړۍ هڅه کړې وه د لګېدلي بندیز له سیمې واوړي.

په همدې حال کې د یمن او سعودي عربستان ترمنځ تاوتریخوالی هم زیات شوی دی.

حوثي ډلې ادعا کړې چې په حدیده کې د سعودي په مشرۍ ائتلاف د بریدونو په ځواب کې یې د سعودي عربستان جیزان ښار هدف ګرځولی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي؛انتونيو ګوترېش نن سوريې ته ځي

0

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د سوریې د وضعیت د ارزونې لپاره نن دغه هېواد ته ځي، چې د ملګرو ملتونو له نظره د جګړې وروسته د بیا رغونې لپاره مهم پړاو بلل کېږي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، ګوترېش به له سوریایي چارواکو سره د امنیت، ثبات او د خلکو د راتلونکي په اړه خبرې وکړي.

د ملګرو ملتونو ویاند ویلي، د سرمنشي موخه دا ده چې سوریه د جګړې له میراثه ووځي او د ټولو خلکو لپاره د یوه باثباته او ګډ راتلونکي زمینه برابره شي.

سره له دې چې سوریه د نوي سیاسي پړاو پر لور روانه ده، خو لا هم له ګڼو ننګونو سره مخ ده؛ چې پکې امنیتي ستونزې، فرقه‌ییز تاوتریخوالی او د نړیوالو اړیکو د بیا رغولو هڅې شاملې دي.

عباس عراقچي:روسیې د امریکا او اسرائیلو پر وړاندې د ایران ملاتړ کړی

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د امریکا او اسرائیلو د پوځي اقداماتو پر وړاندې د روسیې له دریځ څخه هرکلی کړی دی.

عراقچي دا څرګندونې د جمعې په ورځ د قرغزستان په پلازمېنه کې د شانګهای همکاریو سازمان د غونډې په څنډه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د راپور له مخې، عراقچي د امریکا د ژمنو ماتول او جرمونه د هرمز تنګي د اوسني وضعیت لامل بللي دي.

هغه ویلي، ایران په ډیپلوماټیکه برخه کې جدي دی او د خپلو ملي ګټو او امنیت د دفاع لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

عراقچي ټینګار کړی چې ایران نه غواړي امریکا د هرمز تنګي له لارې د ایران ملي امنیت ته ګواښ پېښ کړي.

بل لور ته، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې مسکو چمتو دی د داسې امنیتي میکانیزم په جوړولو کې مرسته وکړي چې د سیمې پر هېوادونو ولاړ وي.

د ایراني رسنیو په وینا، لاوروف د ایران او سیمې د امنیت لپاره د روسیې د همکارۍ پر چمتووالي ټینګار کړی دی.

ډونالډ ټرمپ:د ایران سره ډیپلوماټیک تماسونه دوام لري؛ خو وروستۍ پرېکړه لا نه ده شوې

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، واشنګټن لا هم له ایران سره د خبرو اترو بهیر ته دوام ورکړی او هیله لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوې نوې هوکړې زمینه برابره شي.

ټرمپ د سپینې ماڼۍ په اوول دفتر کې خبریالانو ته وویل، د ده په باور ایراني چارواکي که څه هم په خپلو څرګندونو کې سخت دریځ ښيي، خو په عملي ډول د خبرو او تفاهم د موندلو هڅه کوي.

هغه زیاته کړې چې تر اوسه یې پر ایران د پراخو پوځي عملیاتو د پیل وروستۍ پرېکړه نه ده کړې، ځکه د ده په وینا، تهران اوس هم په خبرو اترو کې ګډون کوي.

ټرمپ خبرداری ورکړی چې که سیاسي حل ته لاره هواره نه شي، نور انتخابونه هم پر مېز موجود دي.

بل لور ته، رویټرز خبري اژانس د پاکستاني سرچینو له قوله راپور ورکړی چې اسلام‌اباد د امریکا او ایران ترمنځ د درېدلو مذاکراتو د بیا پیل لپاره د یوې ډیپلوماټیکې لارې په لټه کې دی.

د سرچینو په وینا، د خبرو د بیا پیلېدو لپاره د ایران له لوري پر سعودي عربستان او د خلیج پر نورو هېوادونو د بریدونو درول یو مهم شرط ګڼل کېږي.

د راپور له مخې، که څه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو د بیا فعالېدو لپاره هڅې روانې دي، خو لا هم د اختلافاتو د حل په وړاندې مهم خنډونه موجود دي او تر اوسه د نوو مذاکراتو د پیل په اړه کومه رسمي هوکړه نه ده اعلان شوې.