سه شنبه, جولای 28, 2026
Home Blog

آزاد کشمیر کې لاریونونه؛ په وروستیو اوونیو کې شاوخوا ۳۰ کسان وژل شوي

0

د پاکستان تر ادارې لاندې آزاد جمو او کشمیر کې سوله ییز لاریونونه د پاکستان امنیتي ځواکونو له لوري په تاوتریخوالي اوښتي او پهوروستیو اوونیو کې د شاوخوا ۳۰ کسانو د وژل کېدو او لسګونو نورو د ټپي کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

هم مهاله د راپورونو له مخې، په راولاکوټ کې د پاکستان امنیتي ځواکونو له لوري له لاریون والو سره په وروستیو تازه نښتو کې لږ تر لږه۱۱ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. 

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو وېډیوګانو کې لیدل کیږي چې پاکستاني امنیتي ځواکونه پر لاریون والو ډزې کوي او اوښکې بهوونکيګاز کاروي.

دا په داسې حال کې ده چې د ګډ عوامي اقدام کمېټه د آزاد کشمیر د اسمبلۍ د ۱۲ ځانګړو څوکيو د لغوه کولو او یو شمېر اقتصادي اوسیاسي اصلاحاتو غوښتنه کوي. دغې ډلې له ټاکنو سره پریکون اعلان کړی دی او د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې یې پراخلاریونونه پیل کړي.

ممداني: د نیویارک اوسېدونکو ته به د ښاروالۍ پلورنځیو کې د خوراکي توکو ۳۰ سلنه تخفیف ورکړل شي

0

د نیویارک ښاروال زهران ممداني ویلي، د ښار په پنځو برخو کې به د ښاروالۍ پلورنځي جوړ شي چې له لارې به یې اوسېدونکي د ورځنیو اړینو خوراکي توکو په پېرلو کې ۳۰ سلنه تخفیف ترلاسه کړي.

ممداني په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په دغو پلورنځیو کې به د هګیو، شیدو، چرګانو، تازه سبزیجاتو او نورو اساسي توکو بیې راکمې شي.

هغه ویلي، د نړۍ تر ټولو شتمن هېواد په شتمن ښار کې هېڅوک باید د دې اندېښنه ونه لري چې د ځان او خپلې کورنۍ لپاره اړین خواړه څنګه برابر کړي.

د چین په چینګهای ولایت کې په ۱۸ دقیقو کې دوې زورورې زلزلې شوي

0

د چین د زلزلې د شبکو مرکز ویلي، د چین په چینګهای ولایت کې په ۱۸ دقیقو کې دوې زلزلې شوې دي.

د معلوماتو له مخې، د لومړۍ زلزلې شدت ۵.۷ درجې او د دویمې زلزلې شدت ۵.۸ درجې ثبت شوی دی.

راپورونه وایي، دواړو زلزلو د ځمکې لاندې شاوخوا ۱۰ کیلومتره ژوروالی درلود.

تر اوسه د دغو زلزلو له امله د احتمالي زیانونو او مرګ‌ژوبلې په اړه کوم رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

ډالر د سود د لوړېدو د احتمال له امله د یوې میاشتې تر ټولو لوړې کچې ته ورسېد

0

د امریکا ډالر د نړیوالو اسعارو په بازار کې د یوې میاشتې تر ټولو لوړې کچې ته لوړ شوی، ځکه پانګوال لا هم د امریکا د فدرالي زیرموبانک (Federal Reserve) له خوا د سود د کچې د لوړولو احتمال ارزوي.

د رویټرز د راپور له مخې، د ډالر شاخص د نورو مهمو اسعارو پر وړاندې لوړ شوی چې لامل یې د امریکا د سود کچې د راتلونکېتګلارې په اړه د بازارونو تمې بلل شوې دي.

راپور وايي، که څه هم د ځینو نړیوالو کړکېچونو د کمېدو له امله د بازار اندېښنې لږې شوې، خو پانګوال لا هم د فدرالي بانک راتلونکوپرېکړو او اقتصادي معلوماتو ته سترګې په لار دي.

اقتصادي شنونکي وايي، د سود د کچې لوړول عموماً د ډالر ارزښت زیاتوي، ځکه پانګوال د لوړو عایداتو لپاره د ډالري شتمنیو پېرلو تههڅېږي.

د بازارونو پام اوس د امریکا اقتصادي شاخصونو او د فدرالي بانک راتلونکو پرېکړو ته دی چې ښايي د ډالر د راتلونکي وضعیت په ټاکلوکې مهم رول ولري.

سټیفن ډوټي؛د افغانستان، پاکستان او منځني ختیځ لپاره د برېټانیا د چارو مسؤل وزیر وټاکل شو

0

د برېټانیا د بهرنیو، دولت‌مشترکه او پراختیایي چارو وزارت (FCDO) وزیر سټیفن ډوټي اعلان کړی چې د منځني ختیځ، شمالي افریقا، افغانستان، پاکستان او د بندیزونو اړوند چارو مسؤلیت یې پر غاړه اخیستی دی.

ډوټي په ایکس کې لیکلي چې ویاړي د دغو مهمو سیمو او موضوعاتو په اړه د برېټانیا د حکومت د کارونو مشري کوي.

نوموړی د کابینې د وروستیو بدلونونو په ترڅ کې د برېټانیا د منځني ختیځ د وزیر په توګه ټاکل شوی او د هغه د مسؤلیتونو په لړ کې افغانستان، پاکستان، شمالي افریقا او د بندیزونو اړوند دوسیې هم شاملې دي.

ډوټي زیاته کړې چې د خپلو نویو دندو ترڅنګ به په ټوله نړۍ کې له هغو برېټانوي وګړو سره هم مرسته کوي چې کونسلي ملاتړ ته اړتیا لري او د برېټانیا له سیمه‌ییزو حکومتونو، ښاروالانو او شوراګانو سره به د هېواد د خلکو د خدمت لپاره همکاري کوي.

د راپورونو له مخې، ډوټي د افغانستان، پاکستان، منځني ختیځ او شمالي افریقا تر څنګ د برېټانیا د بهرنیو سیمو (Overseas Territories)د چارو مسؤلیت هم پر غاړه لري.

د پاکستان پوځ: امریکايي استازو له عاصم منیر سره د سوداګرۍ او دفاعي همکاریو په اړه خبرې کړې دي

0

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) ویلي، د امریکا د کانګرس دوو غړو رایان کېت زینک او مایکل جېمز په راولپنډۍ کې د پوځ په عمومي قوماندانۍ (GHQ) کې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز عاصم منیر سره لیدلي دي.

د یادې ادارې په وینا، په دې لیدنه کې د سیمې پر امنیت، د پاکستان او امریکا پر دوه‌اړخیزو دفاعي همکاریو او اقتصادي اړیکو خبرې شوې دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو اداره زیاتوي، عاصم منیر په دې لیدنه کې د پاکستان اقتصادي ظرفیت او د بهرنیو پانګونو د راجلبولو لپاره د روانو اقتصادي اصلاحاتو یادونه کړې ده.

ویل کیږي، امریکايي قانون جوړونکو د سیمه‌ییز ثبات په برخه کې د پاکستان د رول ستاینه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګرۍ، پانګونې او د خصوصي سکټور د همکاریو د پراخولو پر فرصتونو هم خبرې کړې دي.

د پاکستان او امریکایي چارواکو ترمنځ لیدنه او پر سوداګریزو اړیکو خبرې په داسې حال کې ترسره کیږي چې تازه پاکستان له امریکا د ۱۰ میلیارد ډالرو د مرستې غوښتنه هم کړې ده.

میا افتخار حسین: پاکستان د افغانستان په حکومتونو کې لاسوهنه کړې او ۴۵ کاله یې ترهګري پاللې

د عوامي نیشنل ګوند د خیبرپښتونخوا ایالتي مشر میا افتخار حسین د افغانستان په اړه د پاکستان پر پالیسۍ سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې اسلام‌اباد باید خپلې تېروتنې ومني.

نوموړي ادعا وکړه چې پاکستان له تېرو ۴۵ کلونو راهیسې د ترهګرۍ پالنه کړې او په همدې موده کې یې د افغانستان په چارو او حکومتونو کې لاسوهنه کړې ده.

د هغه په وینا، اسلام‌اباد د بېلابېلو افغان حکومتونو په جوړېدو کې له امریکا سره همکاري کړې او د طالبانو د واک ته رسېدو په بهیر کې یې هم رول لوبولی دی.

هغه د دوحې د سولې خبرو ته په اشارې وویل چې د افغانستان د هغه وخت ولسمشر اشرف غني په دغو خبرو کې له ګډون لېرې ساتل شوی و، خو امریکا او پاکستان له طالبانو سره د افغانستان د روغې جوړې خبرې کولې.

میا افتخار حسین زیاته کړه، کله چې طالبان کابل ته داخل شول، د پاکستان د استخباراتو پخوانی مشر فیض حمید کابل ته ولاړ او د چایو پیاله په لاس یې دا د خپلې بریا په توګه وښوده. د هغه په وینا، که طالبان د پاکستان په ملاتړ واک ته رسېدلي وي، نو اوس باید اسلام‌اباد د ناامنۍ پړه یوازې پر هغوی وانه چوي، بلکې خپلې پالیسۍ دې هم وارزوي.

د عوامي نیشنل ګوند دغه مشر له افغانستان سره د لارو پر تړل کېدو هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې دې پرېکړې تر ټولو ډېر زیان د خیبرپښتونخوا بزګرانو او سوداګرو ته رسولی دی.

د نوموړي په خبره، د سیمې د خلکو کرنیز محصولات د بازار د نشتوالي له امله خراب شوي، خو حکومت یې زیان له پامه غورځولی دی.

مولانا شیراني: پاکستانی رژیم د لوېدیځ مأمور دی او د وطن په خیانت د بادارانو ګټې ساتي

0

د پاکستان پیژندل شوي مذهبي او سیاسي مشر مولانا محمد خان شیراني په کوټه کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال پر پاکستاني پوځ او حکومت خورا سختې نیوکې کړې دي.

مولانا شیراني په خپلو توندو څرګندونو کې وویل، د پاکستان پوځي او استخباراتي اسټبلشمنټ د دې هېواد د خوندیتوب یا خدمت لپاره نه، بلکې په حقیقت کې د «نړیوال اسټبلشمنټ د یوې فرعي څانګې» په توګه کار کوي.

نوموړي په زغرده زیاته کړه:
«د دغه اسټبلشمنټ اصلي دنده له خپل وطن سره خیانت کول، د لوېدیځو بادارانو د موخو پالنه او د هغوی د ګټو ساتنه ده.»

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې د سیاسي او مذهبي کړیو ترمنځ د دغه هېواد له پوځ او حکومت نارضایتي اوج ته رسېدلې ده.

د دویچه ویله راپور: د پاکستان اټومي وړتیا تشې لافې دي؛ دغه هېواد له جدي بحران سره مخ دی

0

د المان دولتي رسنۍ «دویچه ویله» په یوه نوي څېړنیز مستند راپور کې ویلي چې د خپل اټومي ځواک په اړه د پاکستان ادعاوې او ګواښونه یوازې یو بهرنی نمایش دی او دا هېواد نور له چا سره د سیالۍ توان نه لري.

په راپور کې راغلي چې پاکستان له سخت اقتصادي افلاس سره مخ دی، سیاست یې د پوځ په ولکه کې دی، مشهور سیاسي مشران یې زنداني شوي او افراطیت په کې اوج ته رسېدلی دی.

دویچه ویله پوښتنه کړې، هغه هېواد چې د خپلو خلکو نفقې او اقتصاد ته حیران دی، د خپلو اټومي وسلو خوندیتوب او له نورو سره سیالي به څنګه وکړای شي؟ د دغې رسنۍ په وینا، پاکستان له دننه تش شوی او د ویجاړۍ خوا ته روان دی.

د دویچه ویله راپور په پاکستان دننه د سیاسي او رسنیزو کړیو ترمنځ توند غبرګونونه راپارولي او یاد راپور یې د هندي او اسرائیلي زړو طرحو او ډرامو بیا تکرار بللی چې په وینا یې د پاکستان دفاعي اټومي پروګرام بدناموي.

مایکل کوګلمن: ولې د هند او بنګله دېش په څېر پاکستان کې د ځوانانو پاڅون نه ترسره کیږي؟

0

د سویلې اسیا د مسایلو وتلي امریکايي شنونکي او تحلیلګر مایکل کوګلمن پوښتنه راپورته کړې چې ولې په پاکستان کې د سيمې د نورو هېوادونو په څېر د بدلون لپاره د ځوانانو لوی غورځنګ او پاڅون نه رامنځته کېږي.

کوګلمن وایي، په سریلانکا، بنګله دېش، نیپال او هند کې د ځوانانو د تحرکاتو او پاڅونونو اصلي لاملونه لکه اداري فساد، دولتي استبداد، بېکاري او اجتماعي محرومیت په پاکستان کې هم په پراخه کچه شتون لري.

نوموړي زیاته کړې، دا یوه خورا پرځای پوښتنه ده چې ولې د بېکارۍ او سیاسي بې ثباتۍ سره سره، پاکستاني ځوانان د نورو ګاونډیو هېوادونو په څېر د خپلو حقوقو او بدلون لپاره یو منظم او پراخ ولسي حرکت نه پیلوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په هند کې د ځوانانو پراخو لاریونونو بلاخره د دغه هېواد د پوهنې وزیر دهرمیندرا پرادهان استعفا ته اړ کړ.

په هند کې د ځوانانو پاڅونونو په نړیواله کچه پام ځان ته را اړولی دی، له همدې په پاکستان کې هم وروستي وضعیت ته په کتو سره د خلکو د پاڅونونو د نه راپورته کېدو پوښتنه مطرح کیږي.