د زابل ولایت په سیوري ولسوالۍ کې د پښتو لرغوني ادب د نومیالي لیکوال محمد هوتک د مقبرې د رغونې چارې پیل شوې دي.
د زابل د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، دا پروژه د دغه ریاست په همغږۍ او د لیکوال او څېړونکي محمد معصوم هوتک په مالي ملاتړ عملي کېږي.
د چارواکو په وینا، د پروژې په چوکاټ کې به د مقبرې احاطوي دېوال، جومات او اړینې اسانتیاوې جوړې شي او ټاکل شوې چې کارونه یې د یوې میاشتې په موده کې بشپړ شي.
د زابل د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی او اطلاعاتو آمر عبدالولي بشرمل ویلي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت هم ژمنه کړې چې د محمد هوتک مقبره به په اساسي او معیاري ډول ورغوي، څو دا تاریخي او فرهنګي ځای د راتلونکو نسلونو لپاره خوندي پاتې شي.
د سیمې اوسېدونکي او فرهنګیان د دې اقدام هرکلی کوي او باور لري چې د هېواد د علمي او ادبي شخصیتونو د یادګارونو ساتنه د ملي هویت او فرهنګي میراث د خوندي کولو مهمه برخه ده.
د دوی په وینا، د محمد هوتک مزار له اوږدې مودې راهیسې پاملرنې ته اړتیا لرله او اوسنی اقدام به د دې تاریخي ځای د ساتنې لپاره اغېزمن تمام شي.
محمد هوتک د هوتکي دورې له مشهورو ادبي څېرو څخه و.
نوموړي د «پټه خزانه» په نوم تاریخي اثر ولیکه، چې د پښتو ژبې د شاعرانو او ادیبانو د ژوند او ادبي میراث په اړه له مهمو تاریخي سرچینو څخه شمېرل کېږي.
د روایتونو له مخې، هغه د ژوند وروستي کلونه د زابل ولایت د سیوري ولسوالۍ په ممو کلي کې تېر کړي او هماغلته خاورو ته سپارل شوی دی.

