دوشنبه, جولای 27, 2026
Homeکورپاڼهد پاکستان پوځ: امریکايي استازو له عاصم منیر سره د سوداګرۍ او...

د پاکستان پوځ: امریکايي استازو له عاصم منیر سره د سوداګرۍ او دفاعي همکاریو په اړه خبرې کړې دي

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) ویلي، د امریکا د کانګرس دوو غړو رایان کېت زینک او مایکل جېمز په راولپنډۍ کې د پوځ په عمومي قوماندانۍ (GHQ) کې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز عاصم منیر سره لیدلي دي.

د یادې ادارې په وینا، په دې لیدنه کې د سیمې پر امنیت، د پاکستان او امریکا پر دوه‌اړخیزو دفاعي همکاریو او اقتصادي اړیکو خبرې شوې دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو اداره زیاتوي، عاصم منیر په دې لیدنه کې د پاکستان اقتصادي ظرفیت او د بهرنیو پانګونو د راجلبولو لپاره د روانو اقتصادي اصلاحاتو یادونه کړې ده.

ویل کیږي، امریکايي قانون جوړونکو د سیمه‌ییز ثبات په برخه کې د پاکستان د رول ستاینه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګرۍ، پانګونې او د خصوصي سکټور د همکاریو د پراخولو پر فرصتونو هم خبرې کړې دي.

د پاکستان او امریکایي چارواکو ترمنځ لیدنه او پر سوداګریزو اړیکو خبرې په داسې حال کې ترسره کیږي چې تازه پاکستان له امریکا د ۱۰ میلیارد ډالرو د مرستې غوښتنه هم کړې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here