دوشنبه, مې 18, 2026
Home Blog Page 43

د ملګرو ملتونو اماني صندوق:افغانستان د پاکو اوبو له خطرناکې وچکالۍ سره مخ کیدونکی دی

د ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د اماني صندوق وايي چې د اوبو کمښت لا هم د افغانستان له تر ټولو جدي او دوامدارو ستونزو څخه دی او د حل لپاره یې د ملي او نړیوالو ګډو هڅو اړتیا لا زیاته شوې ده.

دغه بنسټ په تازه راپور کې ټینګار کړی چې په افغانستان کې د پاکو اوبو د برابرولو په برخه کې د ملګرو ملتونو اقدامات ښيي چې همغږي او ګډ کار کولای شي د خلکو په ژوند کې محسوس بدلون راولي.

د ورکړل شوو شمېرو له مخې، یوازې په تېر میلادي کال کې ۸۴۰ زره او ۸۲۶ کسانو د ملګرو ملتونو په ملاتړ د پاکو اوبو اسانتیاوو ته لاسرسی پیدا کړی دی.

د ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره اماني صندوق ویلي چې د پاکو اوبو لاسرسی نه یوازې د خلکو روغتیا ښه کوي، بلکې د هغوی پر عزت او راتلونکي هیلو هم مثبت اغېز لري.

بل لوري ته، د نړیوالې مرستې موسسې «مرسي کورپس» مخکې خبرداری ورکړی و چې یوازې په کابل ښار کې شاوخوا اووه میلیونه وګړي د اوبو له شدید کمښت سره مخ دي.

دغه موسسه وایي چې د کابل د نیمایي ژورو څاه‌ګانو وچېدل د اندېښنې وړ دي او که وضعیت همداسې دوام وکړي، ښايي کابل تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې د سختې وچکالۍ له خطر سره مخ شي.

مولوي احمدالله وثیق:افغانستان به د ورزش له لارې له نړۍ سره اړیکې پیاوړې کوي

د طالبانو حکومت د ورزش ادارې عمومي رئیس ویلي، چې افغانستان د ورزش له لارې له نړۍ سره د اړیکو د پیاوړتیا او د ورزشي پرمختګونو د پراخولو په لور روان دی.

مولوي احمدالله وثیق د اوو هېوادونو ترمنځ د دودیزې غېږ نیونې نړیوالې سیالۍ د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې په دغه ډول نړیوالو سیالیو کې د بېلابېلو هېوادونو د ورزشکارانو ګډون د افغانستان د ورزشي پرمختګ څرګند ثبوت دی.

نوموړي زیاته کړه چې د “اسلامي امارت” له راتګ وروسته د ډاډمن امنیت په رامنځته کېدو سره د هېواد په ورزشي برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی او اوس په بېلابېلو ولایتونو کې منظمې ورزشي سیالۍ ترسره کېږي.

وثیق د خپلو څرګندونو پر مهال وویل، افغان ورزشکارانو په وروستیو کلونو کې په نړیوالو سیالیو کې له ۴۰۰ څخه زیات مډالونه ګټلي دي، چې د چین آسیایي سیالۍ، د بحرین او سعودي عربستان سیالۍ یې مهمې بېلګې دي.

امیر خان متقي:افغانستان د ورزش په ډګر کې د نړۍ له هېوادونو سره د سیالۍ وړتیا ترلاسه کړې ده

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د اوو هېوادونو ترمنځ د دودیزې غېږ نیونې نړیوالې سیالۍ د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې افغانستان په وروستیو کلونو کې د ورزش په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی او د نړۍ له هېوادونو سره د سیالۍ وړتیا لري.

نوموړي ویلي، دا چې افغانستان په دومره لویه کچه د نړیوالو سیالیو کوربه توب کوي او بهرني ورزشکاران پکې ګډون کوي، دا د دې څرګندونه کوي چې د هېواد ورزشي بهیر مخ پر ودې دی او په نړیوال ډګر کې یې ځای پیاوړی شوی دی.

امیرخان متقي زیاته کړې چې ورزش یوازې د سیالۍ ډګر نه دی، بلکې د هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو د پیاوړتیا مهمه وسیله هم ده.

هغه ټینګار کړی چې “اسلامي امارات” هڅه کوي افغانستان د زده کړو، امنیت، اقتصاد او ورزش په برخو کې له نړۍ سره سیال کړي او د نړیوالو اړیکو د پراخېدو لپاره زمینه برابره کړي.

حامد کرزی:د فریده مهوش د هنري آثارو ډیجیټل کېدل د افغانستان د کلتوري میراث د ساتنې لپاره مهم ګام دی

د هیواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا د سټنفورډ پوهنتون له لوري د افغان هنرمندې فریده مهوش د هنري آثارو د خوندي کولو او ډیجیټل کولو هرکلی کړی او دا اقدام یې د افغانستان د کلتوري میراث د ساتنې په برخه کې یو مهم پرمختګ بللی دی.

کرزي ویلي، د استادې مهوش هنري آثار د افغانستان د موسیقۍ او فرهنګ نه بېلېدونکې برخه ده او د دغو آثارو ډیجیټل کېدل د راتلونکو نسلونو لپاره د ملي هنر د ژغورنې او انتقال مهم فرصت برابروي.

هغه زیاته کړې چې فریده مهوش د هېواد د موسیقۍ په ډګر کې د یوې ځلانده ستورې په توګه ارزښتمن خدمتونه ترسره کړي او د هغې هنري میراث د افغان کلتوري هویت یوه مهمه نښه ګڼل کېږي.

د امریکا د کانګرس غړي:کانګو ته د افغان کډوالو ستنول د ډونالډ ټرمپ شرموونکی اقدام دی

د امریکا د کانګرس یو شمېر غړو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغې طرحې پر وړاندې توند غبرګون ښودلی چې له مخې یې ټاکل شوې یو شمېر افغان کډوال د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته ولېږدول شي.

د کانګرس غړي خوان وارګاس دا اقدام «شرموونکی او غیرانساني» بللی او ویلي یې دي چې هغه افغانان چې د امریکا له ځواکونو سره یې همکاري کړې، باید له داسې چلند سره مخ نه شي.

نوموړي ټینګار کړی چې دا ډول پرېکړې د امریکا پر اخلاقي مسؤلیتونو سیوری اچوي.

همداراز، آمي برا دا طرحه «ظالمانه خیانت» بللې او ویلي یې دي چې افغان ژباړونکي او همکاران اوس له یوه سخت انتخاب سره مخ دي: “یا دې بېرته افغانستان ته ستانه شي او یا دې داسې هېواد ته واستول شي چې له جدي بشري ستونزو سره مخ دي.”

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، پلان دا دی چې شاوخوا ۱۱۰۰ افغان کډوال، چې سلګونه ماشومان هم پکې شامل دي، په قطر کې له یو موقتي کمپ څخه افریقا ته انتقال شي.

دغو کسانو ته مخکې د امریکا د ویزې او بیا مېشتېدو ژمنې ورکړل شوې وې.

د طالبانو حکومت:یوازې په یوه ورځ د هیواد له بیلابیلو سرحدي سیمو له لارې ۴۳۶۴ کسان جبري راستانه شوي

د طالبانو حکومت د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، چې وړمه ورځ له بېلابېلو سرحدي لارو راستنېدونکي افغانان د هېواد مختلفو ولایتونو ته لېږدول شوي دي.

د معلوماتو له مخې، د ننګرهار د تورخم له لارې (۶۷۶) کورنۍ چې ټولټال (۳۸۳۶) تنه کېږي، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته انتقال شوې دي.

په کندهار کې د سپین بولدک له لارې (۷۳) کورنۍ چې (۴۳۴) غړي لري، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي.

همداراز، د هلمند د بهرامچې له لارې (۱۳) کورنۍ چې (۹۴) تنه کېږي، لښکرګاه او ګرمسېر ته انتقال شوې دي.

له کابل څخه هم (۲۲۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۲۲۷) تنه و، د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي.

د شمېرو له مخې، په ټوله کې ۹۷۸ کورنۍ چې ۴۳۶۴ تنه جوړوي، یوازې په یوه ورځ افغانستان ته جبري راستانه شوي دي.

د هرمز تنګي کړکېچ؛د نفتو بیې نږدې ۴ سلنه زیاتې شوې

0

د نړیوالو بازارونو د وروستیو معلوماتو له مخې، د پنجشنبې په لومړیو ساعتونو کې د نفتو بیې د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند د راتلونکي په اړه د زیاتېدونکو اندېښنو له امله په ناڅاپي ډول لوړې شوې دي.

د معلوماتو پر بنسټ، د وست‌تگزاس اینترمدیت بیه تر ۴ سلنې ډېره لوړه شوه او نږدې ۹۷ ډالرو ته ورسېده، په داسې حال کې چې د نفت برنت نړیوال شاخص هم تر ۱۰۵ ډالرو پورته وخوت.

خو بازار لږ وروسته د لنډمهالي فشار له امله یو څه بېرته راټیټ شو.

امریکا، خپلو اتباعو ته:ژر تر ژره له لبنان څخه ووځئ

0

بیروت کې د آمریکا سفارت په تازه خبرداري کې له خپلو اتباعو غوښتي چې د لبنان د «پیچلي او بې‌ثباته» امنیتي وضعیت له امله ژر تر ژره دغه هېواد پرېږدي.

د یاد سفارت په رسمي بیان کې راغلي، هغه امریکایان چې لا هم په لبنان کې دي باید تر هغه وخته له فرصته ګټه واخلي چې تجارتي الوتنې روانې دي.

سفارت هغو کسانو ته چې د پاتې کېدو پرېکړه کوي سپارښتنه کړې چې د احتمالي بیړني حالت لپاره چمتووالی ولري او امنیتي پرمختګونه له نږدې وڅاري.

دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې د اسرائیل پوځ او حزب‌الله ترمنځ د چهارشنبې په ورځ تازه نښتې راپور شوې دي.

دغه تاوتریخوالی سره له دې رامنځته شوی چې دواړو لورو ترمنځ لنډمهالی اوربند نافذ و.

د راپورونو له مخې، د روانو بریدونو په ترڅ کې د مارچ له پیل راهیسې زرګونه کسان وژل شوي او ټپیان دي، او له یو میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي.

د استرالیا لومړی وزیر:د ایران جګړه دې پای ته ورسېږي او دایمي اوربند دې وشي

0

د استرالیا لومړي وزیر انتوني البانیزي د ایران د جګړې د پای ته رسولو او دایمي اوربند غوښتنه کړې ده.

هغه ویلي: «موږ د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتونکي یو او غواړو چې دا شخړه پای ته ورسېږي.»

هغه زیاته کړې چې استرالیا نه غواړي چې ایران اټومي وسلې ترلاسه کړي.

د نوموړي په خبره:«موږ نه غواړو چې ایران اټومي وسلې ترلاسه کړي؛ خو په عین حال کې غواړو چې عادي اقتصادي سوداګري هم دوام ولري.»

اردوغان د جرمني ولسمشر ته:د ایران جګړه کولی شي اروپا کمزورې او د تېلو بیې لوړې کړي

0

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جرمني له ولسمشر فرانک-والټر شټاینمایر سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې د ایران او امریکا ترمنځ جګړه کولی شي اروپا کمزورې کړي.

د الجزیرې د راپور له مخې، اردوغان نن له خپل جرمني سیال سره په خبرو کې ټینګار کړی چې د ایران پر ضد د جګړې اغېزې یوازې د منځني ختیځ پورې محدودې نه دي، بلکې اروپا ته هم رسېږي او امکان لري لا نورې جدي شي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي: «اردوغان ویلي چې زموږ په سیمه کې جګړه پیل شوې او دا اروپا هم کمزورې کوي، او که دا وضعیت د سولې پر بنسټ مدیریت نه شي، نو د دې شخړې زیانونه به ډېر زیات وي.»

ترکیه د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د منځګړیتوب په هڅو کې مهم رول لوبوي.

راپورونه زیاتوي چې د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ د هرمز تنګي د تړل کېدو لامل شوی او دې وضعیت په اروپایي هېوادونو کې د تېلو بیې لوړې کړې دي.