د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي، د پاکستاني ځواکونو سره د وروستیو سرحدي نښتو پر مهال پاکستان ته درنه مرګژوبله اوښتې ده.
مجاهد ادعا کړې چې ۵۸ پاکستاني سرتېري وژل شوي، لسګونه ټپیان دي، او د طالبانو نهه سرتېرو هم ژوند له لاسه ورکړی.
هغه ویلي چې له ۲۵ زیاتې د پاکستان پوځې پوستې له منځه وړل شوې او ګڼ شمېر وسلې د طالبانو لاس ته ورغلې دي.

