شنبه, اکتوبر 11, 2025
Homeافغانستانضياءالحق امرخېل:نن د ملي یووالي ورځ ده، ټول به د یو بل...

ضياءالحق امرخېل:نن د ملي یووالي ورځ ده، ټول به د یو بل تر څنګ دریږو او که اړتیا وي، ټول به سنګر ته لاړ شو

د ننګرهار پخواني والي ضیاءالحق امرخېل ویلي، چې ‏نن د افغانانو د ملي یوالي ورځ ده.

هغه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې نن به ټول اختلافات پریږدو او د هغه چا لپاره به یو کیږو، چې همېش یې د افغانستان د ورکېدو او افغان نظامونو د ړنګېدو لوبه کړې.

نوموړي ویلي:«که اړتیا شي، ډاډ ورکوم، چې د غچ اخیستنې په دې عظیم وخت کې به ټول افغان ځوانان، مشران او کشران ټول ورسره یو ځای سنګر ته درومي.
وطن دې اباد او د افغانستان نوم دې بریالی وي.»

امرخېل داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د هېواد په شپږو ولایتونو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here