یکشنبه, اکتوبر 26, 2025
Homeافغانستاناسماعیل بقایي:تهران د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رامنځته شویو نښتو په...

اسماعیل بقایي:تهران د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رامنځته شویو نښتو په اړه اندېښمن دی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو حکومت له لوري د پاکستاني ځواکونو پر سرحدي پوستو د غچ اخیستونکو عملیاتو وروسته، دواړو لورو ته د زغم سپارښتنه کړې ده.

د دغه وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، ویلي چې تهران د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رامنځته شویو نښتو په اړه اندېښمن دی او دواړه هېوادونه باید د یو بل د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت درناوی وکړي.

بقایي زیاته کړې چې ایران چمتو دی د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو او د اړیکو د عادي کېدو لپاره د منځګړیتوب او همکارۍ رول ولوبوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here