د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان له لوري د افغانستان پر ضد وروستیو هوايي بریدونو او د کابل د تند غبرګون په تړاو ویلي، اوس وخت دی چې پاکستان د جګړې پر ځای د ډیپلوماسۍ لاره خپله کړي.
خلیلزاد په خپلې څرګندونې کې ټینګار کړی چې اسلاماباد باید له افغانستان او تحریک طالبان پاکستان (TTP) سره د خبرو نوې لړۍ پیل کړي او دواړه هېوادونه دې هوکړه وکړي چې د یو بل له خاورې به د بل د امنیت پر ضد کار نه اخیستل کېږي.
هغه یادونه کړې چې د پاکستان او ټيټيپي تر منځ خبرې دې د هماغو موافقو پر بنسټ بیا پیل شي چې د عمران خان د صدارت پر مهال شوې وې، ځکه د پاکستان اوسنۍ تګلاره ناکامه ښکاري او تکرار به یې ستره تېروتنه وي.
خلیلزاد زیاتوي، که پاکستان جګړه بنده کړي او د خبرو لور ته لاړ شي، افغانستان به هم مثبت غبرګون وښيي، ځکه د دواړو هېوادونو ګډې ګټې په متقابل تفاهم او ثبات کې نغښتې دي.

