شنبه, اکتوبر 11, 2025
Homeافغانستاند طالبانو حکومت:په پاکستاني ځواکونو ځوابي برید پای ته ورسید

د طالبانو حکومت:په پاکستاني ځواکونو ځوابي برید پای ته ورسید

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د «اسلامي امارت» وسلوالو ځواکونو د پاکستان د پوځ له خوا د افغانستان د خاورې د نقض په ځواب کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پر پاکستاني امنیتي پوستو انتقامي بریالي عملیات ترسره کړي دي.

اعلامیه کې راغلي، چې دغه عملیات نن شپه په دولس بجې پای ته رسېدلي دي.

یاد وزارت زیاتوي:«که مقابل لوری بیا د افغانستان حریم نقض کړي زموږ وسلوال پوځ د خپل حریم دفاع ته چمتو دی او کلک ځواب به ورکړي.»

د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here