د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د وروستیو نښتو لامل د پاکستان د هوايي بریدونو غچ بللی دی.
خلیلزاد پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، دغه نښتې د غچ اخیستنې او مخنیوي په هدف ترسره شوې دي.
طالبانو تېره شپه له پاکستاني ځواکونو سره پر فرضي کرښو سخته جګړه وکړه، چې د راپورونو له مخې، پاکستاني پوځیانو ته پکې مرګژوبله اوښتې ده.

