شنبه, اکتوبر 25, 2025
Homeافغانستانعباس عراقچي له اسحاق ډار سره خبرو کې؛د طالبانو او پاکستان ترمنځ...

عباس عراقچي له اسحاق ډار سره خبرو کې؛د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو په تړاو د زغم غوښتنه کړې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، له خپل پاکستاني سیال اسحاق ډار سره یې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي.

هغه له دواړو لورو غوښتي چې له زغم کار واخلي او د شخړې د پراخېدو مخه ونیسي.

عراقچي ویلي، ایران له پاکستان او طالبانو دواړو سره ښې اړیکې لري؛ خو تر اوسه یې د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

هغه ټینګار کړی چې د ایران، پاکستان او افغانستان ثبات د سیمې د سولې لپاره مهم دی او ژر به له طالبانو سره هم خبرې وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here