یکشنبه, اکتوبر 26, 2025
Home Blog Page 4

امید خرم:اوس یې وخت دی چې طالب سرتیري د باطل پرست پوځ څخه د خپل مظلومیت پوښتنه وکړي

د کانونو او پټرولیم وزارت دلويو کانونو پخوانی مشر محمد امید خُرم په ډیورنډ کرښه د طالب سرتیرو او پاکستاني ځواکونو جګړې ته په اشارې سره وایي باطل پرست پوځ پر وړاندې زموږ د اتلانو جهاد هماغسې مقدس دی لکه څنګه چې د امریکايي ځواکونو پر وړاندې وو.

‏ښاغلي خرم لیکلي: «باطل پرست پوځ د مسلمان تر پوښښ لاندې د انګریز سیاستونه مخته وړي»

‏هغه په طالب سرتیرو غږ کړی چې د خپلو ولسونو د مظلومیت غچ نور واخلي.

د طالبانو حکومت:پاکستاني پوځیانو سره نښتو کې مو تر لسو زیات پوځیان وژلي

که څه هم د طالبانو او پاکستاني پوځ ترمنځ د روانې جګړې د تلفاتو په اړه تر اوسه کره معلومات نشته؛ خو د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د پاکستاني ځواکونو ګڼې پوستې یې نیولې او تر لسو زیات پوځیان یې وژلي دي.

دوی وایي، اچین کې یې د پاکستاني پوځیانو ځینې جسدونه هم دې غاړې ته را اړولي دي.

پاکستاني لوري تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

د هېواد په شپږو ولایتونو کې؛د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ درنې نښتې روانې دي

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولینو رسنیو ته ویلي چې تازه یې د هیواد د ملي وجیبې له مخې د ختیځ ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ځواکونو له لوري په کونړ او ننګرهار کې پر فرضي کرښه پر پاکستاني ځواکونو سخت بریدونه پیل کړي.

دا مهال د افغان طالبانو لخوا په شپږو ولایتونو کې له پاکستاني ځواکونو سره سخته او درنه جګړه روانه ده.

ډاکتر خلیلزاد:په ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ سخته جګړه روانه ده

د افغان سولې په چارو کې د امریکا پخوانی ځانګړی استازی ډاکتر زلمی خلیلزاد په ایکس پاڼې په ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سختې جګړې خبر ورکړی.


په ورته وخت کې ګڼ شمیر طالب پلوو او د هغوې اړونده رسنیزې برخې په خپلو اکونټونو د «‏وَاللَّهُ عَزِيزٌ ذُو انتِقَامٍ» پوسټونه کوي.

هند؛د امیرخان متقي مطبوعاتي غونډې کې د ښځینه خبریالانو د بندیز له پرېکړې ځان بې‌پرې وباله

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د مطبوعاتي غونډې پر مهال د ښځینه خبریالانو د ګډون د بندیز په پرېکړه کې هېڅ رول نه لري.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، د شنبې په ورځ له دې اعلان وروسته، په هند کې پراخ اعتراضونه او د اپوزیسیون د مشرانو غبرګونونه راپورته شول.

د کانګرس ګوند مشره پریانکا ګاندي وادرا د صدراعظم نرندرا مودي څخه د وضاحت غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دا بې‌احترامي ده چې د هند وتلې ښځینه خبریالانې له یوې غونډې وشړل شوې.

همدارنګه د هند پخواني د کورنیو چارو وزیر پي چیدامبرم ویلي چې د ښځینه خبریالانو د منع کېدو پرېکړه د حیرانتیا وړ ده او نارینه خبریالانو ته ښايي له غونډې وتلي وای.

دا پېښه په داسې حال کې شوې چې په افغانستان کې هم د طالبانو له واکمنېدو وروسته، ښځینه خبریالانې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي او د ډېرو مهمو خبري غونډو له ګډون بې‌برخې شوې دي.

د یادونې ده چې د طالبانو د واکمنۍ له بیا پیل وروسته، دا د امیرخان متقي لومړۍ سفر ده چې هند ته یې ترسره کړی.

په خیبر پښتونخوا کې؛د ځانمرګي برید مسؤلیت ټي‌ټي‌پي پر غاړه واخیست

0

په پاکستان کې د ناامنۍ له زیاتېدو سره هممهاله، د تحریک طالبان پاکستان (TTP) ډلې د خیبر پښتونخوا په یوه پوځي روزنیز مرکز د ځانمرګي برید مسؤلیت منلی دی.

د راپورونو له مخې، په دې برید کې ۱۷ پوځي او ۳ ملکي وګړي وژل شوي دي.

دا برید وروسته له هغه وشو چې د پاکستان پوځ په افغانستان کې د TTP پر ځینو مرکزونو، په ځانګړي ډول د کابل او پکتیکا په سیمو کې، هوایي بریدونه وکړل.

د طالبانو حکومت د پاکستان دا هوایي بریدونه تأیید کړي او د احتمالي عواقبو خبرداری یې ورکړی دی.

په همدې مهال، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي چې پوځ به “ترهګر تر افغان خاورې پورې تعقیب کړي.”

په لومړي وزیر نریندر مودي د ساګاریکا غوث نیوکه؛ستاسې حکومت خو د طالبانو د ښځو ضد ذهنیت سره شریک نه دی؟

وروسته له هغې چې د هند پارلمان غړې ساګاریکا غوث په لومړي وزیر مودي نیوکه وکړه چې ولې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي خبرې غونډې کې د هند ښځینه خبریالانو ته اجازه نه ده ورکړل شوې او دا یې خپل کلتور ته سپکاوی بللی.

د هند پارلمان دغه غړې پر خپل اېکس پاڼې له مودې پوښتلې چې: «د ښځو د حقونو ملاتړ باید یوازې ټاکنیز شعار نه وي »
په ورته وخت کې د کابل پخواني والي احمدالله علیزي هم د هند حکومت څخه غوښتې چې طالبان وهڅوي چې د افغان میرمنو حقوقو ته ژمن پاتې شي او په سیاسي او ټولنیز بهیر کې یې ملاتړ وکړ.
ښاغلي علیزي په خپل ایکس کې لیکلي چې د یو ډیموکراتیک هیواد په توګه باید د افغان میرمنو او ماشومانو د ملاتړ په برخه کې باید ښکاره دریځ ونیسي.

خیبر پښتونخوا؛په کرم کې د پاکستاني پوځ هوايي برید کې د طالبانو قومندان قاسم او شپږ ملګري وژل شوي

0

د خیبر پښتونخوا د کرم په مرکزي ولسوالۍ کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو هوايي برید کې د پاکستاني طالبانو د یوه مهم قومندان قاسم په ګډون د هغه شپږ نږدې ملګري وژل شوي دي.

د خراسان ډایري د راپورونو له مخې، وژل شویو کسانو کې ابودردا، قاري صدیق او عبیده (چې اصلي نوم یې باز نظیر و) شامل دي.

عبیده د ډلې شاعر او د قومندان قاسم نږدې ملګری بلل کېده.

د امنیتي سرچینو په وینا، دغه برید د وروستیو نښتو وروسته شوی چې پکې ۱۱ پاکستاني سرتېري وژل شوي وو.

رویټرز:د ډونالډ ټرمپ روغتيايي حالت له خپل عمر ۱۴ کاله ځوان ښودل شوی

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه طبي راپور ښيي چې هغه د عمر له پلوه په “استثنايي” روغتیا کې دی، او د زړه عمر یې د اصلي عمر په پرتله ۱۴ کاله ځوان ښودل شوی.

د رویټرز د راپور له مخې، ۷۹ کلن ټرمپ د امریکا دوهم تر ټولو زوړ ولسمشر دی؛ خو د وروستیو معایناتو پایلې ښيي چې د هغه زړه، عصبي او فزیکي وضعیت ښه دی.

ټرمپ چې وزن یې ۱۰۲ کیلوګرامه او قد یې ۱۹۰ سانتي‌متره ښودل شوی، د لوړ کولیسټرول د کنټرول ترڅنګ لا هم منظم ورزش کوي.

راپور زیاتوي، ټرمپ به د یکشنبې په ورځ منځني ختیځ ته سفر وکړي.

خیبر پښتونخوا؛په کوهاټ کې وسله‌والو د ګمرک دوه کارکوونکي وژلي

0

د خیبر پښتونخوا د کوهاټ په ولسوالۍ کې وسله‌والو د ګمرک دوه کارکوونکي وژلي دي.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د اصلي لویې لارې په ټول‌پلازه کې شوې، چې پکې وسلوالو د ګمرک مامورین په نښه کړي.

پولیس وایي، برید کوونکي د پاکستاني طالبانو له ډلې سره تړاو لري، او له برید وروسته له سیمې تښتېدلي دي.

د پېښې سیمه د امنیتي ځواکونو له‌خوا کلابنده شوې او د برید کوونکو د نیولو لپاره لټون روان دی.