د هلمند ولایت د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس راشد هلمندي ویلي، افغان ځواکونو د تېرې شپې په درې ساعته عملیاتو کې د بهرامچې ولسوالۍ په شکېج، بي بي جاني او صالحانو سیمو کې د پاکستاني ځواکونو درې سرحدي پوستې نیولې دي.
نوموړي رسنیو ته څرګنده کړې چې په دې عملیاتو کې د پاکستان ۱۵ سرتېري وژل شوي او د هغوی له لیکو څخه پنځه کلاشنکوفونه، یوه دهشکه، د شپې دوربین او د یو وژل شوي سرتېري جسد د افغان ځواکونو لاس ته ورغلی دی.
هلمندي زیاته کړې چې عملیات د سیمهییزو ځواکونو له لوري ترسره شوي او اوس سیمه د طالب ځواکونو تر بشپړ کنټرول لاندې ده.

