د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه تازه اعلامیه کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولو پر سر د رامنځته شوو نښتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
په اعلامیه کې ویل شوي چې قطر دواړه هېوادونه هڅوي څو د شخړو د هوارولو لپاره د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ لاره خپله کړي، نه دا چې د تاوتریخوالي له لارې ستونزې حل کړي.
د وزارت په وینا، اړینه ده چې د اختلافاتو د پراخېدو مخه ونیول شي او د سیمې د سولې، امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره ګډې هلې ځلې وشي.
اعلامیه زیاتوي، قطر چمتو دی چې که اړخونه وغواړي، د منځګړیتوب او د باور د فضا د رامنځته کولو لپاره مرسته وکړي.

