شنبه, اکتوبر 25, 2025
Home Blog

سهیل اپریدی؛د خېبر پښتونخوا نوی اعلی وزیر وټاکل شو

0

د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ نن د تحریک انصاف ګوند نوماند سهیل اپریدی د ایالت د نوي اعلی وزیر په توګه وټاکه.

اپریدی د اکثریت رایو په ترلاسه کولو سره د پخواني اعلی وزیر علي امین ګنډاپور ځای ناستی شو.

د یادونې ده چې علي امین ګنډاپور د ګوند د بنسټګر عمران خان په غوښتنه له خپلې دندې استعفا ورکړې وه.

حماس ډلې؛په لومړۍ تبادله کې اووه اسراییلي بندیان ازاد کړل

په غزه کې د حماس او اسراییل ترمنځ د بنديانو د تبادلې په لومړي پړاو کې، د حماس ډلې نن اووه ژوندي اسراییلي بندیان ازاد کړي او د سره صلیب نړیوالې کمېټې ته یې سپارلي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، ټاکل شوې چې ټول ۱۳ تنه، چې له هغوی سره ۲۸ نور بنديان هم شامل دي، ۲۶ یې د مړو جسدونه دي او د دوو نورو حالت لا روښانه نه دی، د سره صلیب د کمېټې په مرسته اسراییل ته وسپارل شي.

د دواړو لورو ترمنځ د شوې موافقې له مخې، اسراییل به هم نن د غزې په ناصر روغتون کې ۱٬۹۶۶ فلسطیني بندیان خوشي کوي.

عبدالمتین قانع:لا نه ده روښانه چې پر سلیم پیګیر برید شخصي و که سیاسي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، لا څرګنده نه‌ده چې پر سیاسي کارپوه سلیم پیګیر برید شخصي و که سیاسي انګېزه یې لرله.

هغه ویلي، پیګیر دا مهال په کابل کې تر درملنې لاندې دی او که اړتیا وي، د درملنې لپاره به بهر ته ولېږل شي.

قانع زیاته کړې، د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني امر کړی که په کابل کې درملنه ممکنه نه وي، باید بهر ته واستول شي.

پر سلیم پیګیر د تلې پر ۱۷مه د کابل په ۱۰مه ناحیه کې وسله‌وال برید شوی و.

د هغه کورنۍ وایي، یو بریدګر نیول شوی او بل تښتېدلی دی.

تر اوسه هېڅ ډلې د برید مسوولیت نه‌دی منلی.

صدیق صدیقي:د پاکستان اوسنی دریځ د افغانانو پر وړاندې د دښمنۍ او کرکې څرګندونه کوي

د جمهوري نظام د کورنیو چارو وزارت د پالیسي او ستراتیژۍ پخواني معین صدیق صدیقي ویلي، د پاکستان اوسنی سیاسي دریځ د افغانانو پر وړاندې جګړه‌ییز، توپیرپالونکی او د کرکې خپرولو هڅه ده.

نوموړي په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د طالبانو واکمني په افغانستان کې نامشروع ده او د افغان ولس استازیتوب نه کوي.

صدیقي زیاته کړې، هغه افغانان چې اوس په پاکستان کې میشت دي، د طالبانو له ظلم او زورواکۍ تښتېدلي دي؛ خو پر ځای یې له تبعیضي چلند او ناسم سیاسي تبلیغ سره مخ دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر:د طالبانو حکومت ولسي مشروعیت نه لري او د سیمې امنیت ته ګواښ دی

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطا تارړ ویلي، د افغانستان خلک نور د طالبانو د حکومت ملاتړ نه کوي او دا حکومت له ولسي مشروعیت بې‌برخې دی.

تارړ جیو نیوز ته ویلي، طالبان د سیمې د امنیت لپاره ستر ګواښ ګرځېدلي او د پاکستان پر خاوره وروستي بریدونه یې “تجاوزي هڅه” بللې ده.

هغه زیاته کړې، چې پاکستان نور د افغانستان له خاورې بریدونه نه زغمي او خبرداری یې ورکړی چې د تکرار په صورت کې به طالبان له سخت غبرګون سره مخ شي.

د پاکستان پوځ هم ویلي، د طالبانو له لوري د پوله‌ساتو پر پوستو بریدونه شوي چې ۲۳ سرتېري پکې وژل شوي او ۲۹ ټپیان دي.

دغه څرګندونې په داسې وخت کې شوې چې د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې شوې دي.

عباس عراقچي له اسحاق ډار سره خبرو کې؛د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو په تړاو د زغم غوښتنه کړې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، له خپل پاکستاني سیال اسحاق ډار سره یې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي.

هغه له دواړو لورو غوښتي چې له زغم کار واخلي او د شخړې د پراخېدو مخه ونیسي.

عراقچي ویلي، ایران له پاکستان او طالبانو دواړو سره ښې اړیکې لري؛ خو تر اوسه یې د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

هغه ټینګار کړی چې د ایران، پاکستان او افغانستان ثبات د سیمې د سولې لپاره مهم دی او ژر به له طالبانو سره هم خبرې وکړي.

ډونالډ ټرمپ:چمتو یم چې د افغانستان او پاکستان شخړه حل کړم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رامنځته شوې شخړې په اړه معلومات لري او هڅه کوي د دې ستونزې د حل لپاره ګامونه واخلي.

ټرمپ د خبریالانو سره د خبرو پر مهال څرګنده کړه:«که دا شخړه پای ته ورسوم، دا به اتمه جګړه وي چې زه یې ختموم.»

نوموړي د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند د ټینګښت په برخه کې د قطر هڅې هم وستایلې او د قطر امیر یې “زړور او باجرأته مشر” وباله.

هغه زیاته کړې چې د سیمې ثبات د نړیوال امنیت لپاره مهم دی او امریکا به د سولې د ټینګښت لپاره د هرې هڅې ملاتړ کوي.

د پاکستان حکومت رسمي اعلامیه؛هېله لرو افغانان «آزاد» او یو ډیموکراتیک حکومت ولري

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وروسته له څلورو کلونو په لومړي ځل په یوه اعلامیه کې هېله ښودلې چې د افغانستان خلک “آزاد شي او یو ریښتینی ډیموکراتیک حکومت ولري”

په اعلامیه کې د پاکستان پر وړاندې د طالبانو وروستي بریدونه د افغان طالبانو، پاکستاني طالبانو او بلوچ بیلتون غوښتونکو ګډې هڅې بلل شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپل رسمي بیان کې د “طالبانو رژیم” اصطلاح کارولې ده.

دا پیښه د طالبانو په وړاندې د پاکستان په ډیپلوماټیکه ژبه کې بدلون په ګوته کوي، ځکه چې اسلام آباد مخکې په خپلو رسمي بیانونو کې طالبانو ته “موقت حکومت” یا “افغانستان حکومت” ویل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اندیښنه څرګنده کړه چې دا بریدونه د افغانستان سره د هیواد د کرښې بې ثباته کولو په موخه وو او د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ اړیکو پر ضد وو.

وزارت په هند کې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د څرګندونو په اړه هم غبرګون وښود او ویې ویل چې د هغه هدف په افغانستان کې د “ترهګرو ډلو” له شتون څخه د پام اړول دي.

امیر خان متقي په ډیلي کې په خپل مطبوعاتي کنفرانس کې ویلي وو چې “یوه ځانګړې کړۍ د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې خرابوي.” ښاغلي متقي زیاته کړې وه چې د افغانستان او پاکستان اړیکې باید د پوځ د دې کړۍ د پالیسیو قرباني نشي.

زلمی خلیلزاد:پاکستان دې جګړه بنده او له افغانستان او ټي‌ټي‌پي سره د خبرو لاره خپله کړي

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان له لوري د افغانستان پر ضد وروستیو هوايي بریدونو او د کابل د تند غبرګون په تړاو ویلي، اوس وخت دی چې پاکستان د جګړې پر ځای د ډیپلوماسۍ لاره خپله کړي.

خلیلزاد په خپلې څرګندونې کې ټینګار کړی چې اسلام‌اباد باید له افغانستان او تحریک طالبان پاکستان (TTP) سره د خبرو نوې لړۍ پیل کړي او دواړه هېوادونه دې هوکړه وکړي چې د یو بل له خاورې به د بل د امنیت پر ضد کار نه اخیستل کېږي.

هغه یادونه کړې چې د پاکستان او ټي‌ټي‌پي تر منځ خبرې دې د هماغو موافقو پر بنسټ بیا پیل شي چې د عمران خان د صدارت پر مهال شوې وې، ځکه د پاکستان اوسنۍ تګلاره ناکامه ښکاري او تکرار به یې ستره تېروتنه وي.

خلیلزاد زیاتوي، که پاکستان جګړه بنده کړي او د خبرو لور ته لاړ شي، افغانستان به هم مثبت غبرګون وښيي، ځکه د دواړو هېوادونو ګډې ګټې په متقابل تفاهم او ثبات کې نغښتې دي.

بلاول بوټو:د طالبانو حکومت غیر قانوني تیری، د سیمې سولې او ثبات ته جدي ګواښ دی

د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو د پاکستان او افغانستان پر پوله روانو حالاتو په اړه د طالبانو غبرګون بې دلیله بللی.

هغه په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې “د افغان ځواکونو بې دلیله تېری د سیمې د سولې او ثبات لپاره جدي ګواښ دی. “

بلاول بوټو ویلي، پاکستان د حوصلې او هوښیارۍ له مخې غبرګون ښوولی، خو کابل دې هم د ترهګرو پر ضد ګامونه واخلي او د دوامداره سولې لپاره دې له پاکستان سره ګډه همکاري وکړي.