پنجشنبه, جون 25, 2026
Home Blog Page 38

د ايران او امريکا؛د تفاهم‌ليک اصلي ټکي

  1. امریکا او ایران، او د روانې جګړې اړوند متحدین یې، د دې تفاهم لیک په لاسلیک کولو سره د ټولو جبهاتو په کچه او د لبنان په ګډون د پوځي عملیاتو سمدستي او دایمي پای اعلانوي. دواړه لوري ژمنه کوي چې له دې وروسته به د یو بل پر ضد جګړه، پوځي عملیات، د زور ګواښ یا د زور کارول نه کوي، او د لبنان ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت ته به درناوی کوي.
  2. امریکا او ایران به د یو بل ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی کوي او د یو بل په کورنیو چارو کې به لاسوهنه نه کوي.
  3. دواړه هېوادونه ژمن دي چې په اعظمي توګه د ۶۰ ورځو په موده کې وروستۍ موافقه ترلاسه کړي، چې د متقابل رضایت په صورت کې غځېدلی شي.
  4. امریکا به سمدستي د ایران پر وړاندې سمندري بندیزونه او خنډونه کمول پیل کړي او په ۳۰ ورځو کې به یې بشپړ پای ته ورسوي. همدارنګه، له وروستۍ موافقې ۳۰ ورځې وروسته به خپلې پوځي قوې د ایران له نږدې سیمو وباسي.
  5. ایران به د ۶۰ ورځو لپاره د فارس خلیج او عمان سمندر ترمنځ د سوداګریزو بېړیو خوندي تګ راتګ بې له فیسه تضمین کړي. د هرمز تنګي د راتلونکي مدیریت په اړه به له عمان او نورو ساحلي هېوادونو سره خبرې اترې ترسره کړي.
  6. امریکا او سیمه‌ییز شریکان یې ژمنه کوي چې د وروستۍ موافقې د یوې برخې په توګه به د ایران د بیارغونې او اقتصادي پراختیا لپاره لږ تر لږه د ۳۰۰ میلیارده ډالرو پلان جوړ کړي.
  7. امریکا به د ایران پر ضد ټول بندیزونه، د ملګرو ملتونو امنیت شورا، د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې (IAEA) او د امریکا لومړني او ثانوي بندیزونه، د یوې هوکړه شوې مهالوېش له مخې ختم کړي.
  8. ایران یو ځل بیا ټینګار کوي چې اټومي وسلې به نه جوړوي او نه به یې ترلاسه کوي. دواړه لوري به د غني شویو اټومي موادو د برخلیک په اړه د IAEA تر څار لاندې یوه موافقه شوې کړنلاره رامنځته کړي.
  9. تر وروستۍ موافقې پورې به اوسنی وضعیت وساتل شي. ایران به خپل اټومي پروګرام په اوسني حالت کې وساتي او امریکا به نوي بندیزونه نه لګوي او نه به اضافي پوځیان سیمې ته استوي.
  10. امریکا به د تفاهم لیک له لاسلیک سره سم د ایران د نفتو، نفتي محصولاتو او اړوندو خدماتو (بانکداري، بیمه، ترانسپورت او نور) لپاره لازم معافیتونه صادر کړي.
  11. امریکا به د ایران کنګل شوې یا محدودې شوې شتمنۍ د دې تفاهم لیک له عملي کېدو سره سم د استفادې لپاره ازادې کړي. دواړه لوري به د دغو پیسو د خوشې کولو پر کړنلارې خبرې وکړي.
  12. د تفاهم لیک او راتلونکې موافقې د پلي کېدو د څار لپاره به یو ځانګړی نظارتي میکانیزم جوړ شي.
  13. د تفاهم لیک له لاسلیک او د ځینو مهمو مادو له عملي کېدو وروسته به امریکا او ایران د وروستۍ موافقې لپاره رسمي مذاکرات پیل کړي.
  14. وروستۍ موافقه به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوه پرېکړه‌لیک له لارې تأیید شي.

ډونالډ ټرمپ د طالبانو حکومت ته په اشارې:هغوی راته چاپلوسي کوي چې نظامي تجهیزات ترې وانخلم؛ خو زه یې ترې اخلم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فرانسې په کوربتوب د اووه صنعتي هېوادونو (G7) د سرمشریزې په څنډه کې یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي سختې نیوکې وکړې او ادعا یې وکړه چې طالبان د واشنګټن د رضایت ترلاسه کولو لپاره امریکا ته «چاپلوسي» کوي.

ټرمپ، چې د پخواني ولسمشر جو بایډن د بهرنۍ پالیسۍ پر ناکامۍ یې نیوکې کولې، وویل د ۲۰۲۱ کال د وتلو پر مهال په افغانستان کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت امریکايي پوځي تجهیزات پاتې شوي او واشنګټن کولای شي دغه وسایل بېرته ترلاسه کړي.

نوموړي د دې تجهیزاتو د بېرته ستنولو د څرنګوالي په اړه جزییات ورنه کړل، خو ټینګار یې وکړ چې امریکا باید د خپلو پاتې شتمنیو د اعادې لپاره اقدام وکړي.

د امریکا ولسمشر همداراز ادعا وکړه چې طالبان هڅه کوي د امریکا رضایت خپل کړي او له همدې امله د واشنګټن پر وړاندې نرم دریځ غوره کوي.

د یادونې وړ ده چې ټرمپ تر دې وړاندې هم څو ځله له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل «شرموونکي» بللي او د پاتې پوځي تجهیزاتو د بېرته ترلاسه کولو غوښتنه یې کړې ده.

ایمل پسرلی:د افغانستان د ماتې اصلي لامل ناسم تصمیم و؛ د حشمت الله شاهدي د کپتانۍ د بدلون وخت رارسېدلی

د کرکټ چارو شنونکي او خبریال ایمل پسرلی د افغانستان د وروستۍ ماتې په اړه نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د لوبې د پیل پر مهال د بالینګ انتخاب د ماتې مهم لامل و.

ښاغلي پسرلي په یوه انتقادي لیکنه کې ویلي، سره له دې چې رحمت شاه ښه توپوهنه وکړه، خو ټاکل شوی هدف دومره لوی و چې ترلاسه کول یې نږدې ناممکن وو.

د هغه په وینا، د داسې ستر هدف تعقیبول د هرې لوبډلې لپاره ستونزمن کار دی.

ایمل پسرلي د لوبډلمشر حشمت الله شاهدي او روزنیز ټیم پرېکړه تر پوښتنې لاندې راوستې او ویلي یې دي چې په داسې پیچ او سخته ګرمي کې د لومړي بالینګ انتخاب د توجیه وړ نه و.

هغه پوښتنه کړې چې ایا د افغانستان توپوهنه دومره پیاوړې ده چې د لوړو هدفونو تعقیب د لوبډلې د قوت برخه وبلل شي.

پسرلي همداراز د کپتانۍ پر موضوع هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې شاهدي له ۲۰۲۱ کال راهیسې د یو ورځنیو سیالیو لوبډلمشر دی او اوس باید د مشرتابه د بدلون او نوي فکر د راوستلو په اړه جدي بحث وشي.

هغه د بېلګې په توګه یادونه کړې چې د هندوستان ملي لوبډلې د نړیوالو بریاوو سربېره هم د مشرتابه د بدلون جرئت کوي، او افغانستان هم باید د راتلونکي لپاره ورته ارزونه ترسره کړي.

پسرلي په خپله لیکنه کې د حشمت الله شاهدي لپاره د احتمالي بدیل نوم نه دی یاد کړی، خو د کرکټ مینه‌وال یې دې ته رابللي چې د راتلونکي کپتانۍ لپاره مناسبې څېرې مطرح کړي

پاکستان بازگشت ۳۰ شهروند ایرانی، از جمله خدمه نفتکش توقیف‌شده را تسهیل می‌کند

اسحاق دار، وزیر خارجه پاکستان، اعلام کرد این کشور روند بازگشت ۳۰ شهروند ایرانی به ایران را تسهیل خواهد کرد.

این افراد شامل ۲۲ خدمه نفتکش «داوینا» هستند که اوایل ماه جاری میلادی از سوی آمریکا در اقیانوس هند توقیف شده بود.

به گفته دار، هشت ماهیگیر ایرانی نیز که پس از به گل نشستن قایق‌شان در دریا توسط یک کشتی بریتانیایی نجات یافته بودند، در میان این افراد قرار دارند.

انتظار می‌رود همه این شهروندان در روزهای آینده از طریق شهر کراچی به ایران بازگردند.

وزیر خارجه پاکستان تأکید کرد که اسلام‌آباد در هماهنگی با مقام‌های ایران، آمریکا و بریتانیا برای انتقال امن و بازگشت سریع این افراد همکاری می‌کند و به تعهدات بشردوستانه خود در این زمینه پایبند است.

شفیقه خپلواک:وطن ته تګ او نه تګ باید د قضاوت او سیاسي تورونو معیار نه وي

افغانه لیکواله او شاعره شفیقه خپلواک وايي چې د افغانستان له سیاسي بدلون وروسته د هېواد پرېښودو، پاتې کېدو او یا بېرته ورګرځېدو موضوع د خلکو د قضاوت او تورونو سبب ګرځېدلې ده.

آغلې خپلواک په یوه تازه لیکنه کې ویلي چې د نظام له سقوط وروسته ډېری افغانان د پاتې کېدو او وتلو له سخت انتخاب سره مخ وو.

د هغې په وینا، هغه کسان چې په هېواد کې پاتې شوي، کله ناکله د اوسني حکومت د ملاتړ په تور تورنېږي او هغه کسان چې بهر ته تللي، د تېښتې په نوم یادېږي.

نوموړې زیاتوي چې اوس هېواد ته د بېرته تګ موضوع هم ورته بڼه غوره کړې او ځینې کسان د ورتګ کوونکي په دې پوښتنه تر فشار لاندې راولي چې ولې ورته «خطر» نشته، په داسې حال کې چې ځینې نور بیا جلاوطنه ژوند د قربانۍ په توګه وړاندې کوي.

شفیقه خپلواک ټینګار کړی چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او هېواد ته تګ یا نه تګ باید د خبرونو او سیاسي بحثونو اصلي موضوع نه وي.

د هغې په باور، په افغانستان کې اوسېدل یا ورته سفر کول په دې معنا نه دي چې څوک د واکمن نظام ملاتړی دی، او له هېواده بهر ژوند کول هم حتمي د مخالفت نښه نه ګڼل کېږي.

هغې یادونه کړې چې د هغو کسانو موضوع جلا ده چې د روان وضعیت د توجیه یا سپیناوي لپاره فعالیت کوي، خو د عامو افغانانو د تګ راتګ په اړه باید له عمومي قضاوت څخه ډډه وشي

ډونالډ ټرمپ:د ایران د نجونو پر ښوونځي برید قصدي نه و

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران د نجونو پر یوه ښوونځي شوی برید په قصدي ډول نه دی ترسره شوی او د پېښې په اړه پلټنې لا هم روانې دي.

ټرمپ د اوو صنعتي هېوادونو (G7) د غونډې په څنډه کې خبریالانو ته ویلي چې د دې پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې دوام لري او په جګړو کې کله ناکله تېروتنې هم رامنځته کېږي.

هغه ټینګار وکړ: «هیچا دا کار په قصدي ډول نه دی کړی.»

نوموړي دا هم ویلي چې د پېښې د مسئولیت په اړه وروستۍ پایلې لا نه دي اعلان شوې او دی به د رسمي پلټنو پایلې ومني.

د یادونې وړ ده چې د ایران د نجونو پر ښوونځي د فبرورۍ میاشتې برید د ګڼو ماشومانو د مرګ او ټپي کېدو لامل شوی و او د پېښې د مسئولیت په اړه بېلابېل راپورونه او ادعاوې مطرح شوې دي، خو رسمي پلټنې لا بشپړې شوې نه دي.

پروژه برق ۵۰۰ کیلوولت شبرغان–دشت الوان تا چهار ماه آینده بهره‌برداری می‌شود

مسوولان شرکت خصوصی افغان انویست در دیدار با ملا عبدالغنی برادر آخند، معاون اقتصادی ریاست‌الوزراء حکومت طالبان اعلام کردند که کارهای پروژه تمدید لین برق ۵۰۰ کیلوولت شبرغان–دشت الوان و توسعه سب‌استیشن دشت الوان به مراحل نهایی رسیده و قرار است این پروژه تا چهار ماه آینده به بهره‌برداری سپرده شود.

به گفته این مسوولان در بخش اکتشاف بلاک دوم معدن سرب و جست ولسوالی تولک ولایت غور نیز پیشرفت‌های قابل توجهی حاصل شده و کارهای باقی‌مانده مطابق زمان‌بندی تعیین‌شده تکمیل خواهد شد.

ملا عبدالغنی برادر ضمن قدردانی از تلاش‌های انجام‌شده و تأکید بر همکاری همه‌جانبه حکومت خواستار آغاز همزمان ساخت فابریکه پروسس صددرصدی مواد معدنی و تأمین برق مورد نیاز آن در کنار روند اکتشاف این معدن شد.

قاسم حلیمي:د لوڼو د بریا خوښي مې د افغان نجونو د محرومیت له درد سره مل وه

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د حج او اوقافو وزیر، قاسم حلیمي ویلي، چې په عمان کې د خپلو لوڼو د تعلیمي بریا له خوښۍ سره سره یې د افغان نجونو د زده کړو د محرومیت درد هم احساس کړی دی.

حلیمي د چهارشنبې په ورځ، د جون په ۱۷مه، په یوې لیکنې کې ویلي چې د عمان د مسقط ښار د نجونو د یوه ښوونځي مخې ته د خپلو لوڼو د کلنیو پایلو په تمه ولاړ و.

د هغه په وینا، د ښوونځي مخې ته ګڼ والدین د خپلو لوڼو د بریا پایلو ته منتظر وو او د خوښۍ فضا حاکمه وه.

هغه لیکلي چې په همدې مهال یې یوه نجلۍ ولیده چې د بشپړو نمرو نه ترلاسه کولو له امله ژړل.

نوموړي ویلي چې هغې ته یې د افغان نجونو هغه ویډیو وښوده چې د ښوونځیو د تړلو دروازو مخې ته د زده کړو له حقه د محرومیت له امله اوښکې تویوي.

د حلیمي په خبره، یادې نجلۍ له ویډیو لیدلو وروسته د افغان نجونو د وضعیت په اړه پوښتنې وکړې او د هغوی پر حال یې خواشیني څرګنده کړه.

پخواني وزیر ویلي چې د خپلو لوڼو د بریا له امله خوښ و، ځکه مشره لور یې له نهم څخه لسم او کشره یې له اووم څخه اتم ټولګي ته بریالۍ شوې ده، خو په ورته وخت کې یې د افغانستان د هغو نجونو یاد کاوه چې له زده کړو بې برخې دي.

هغه ټینګار کړی چې د افغان نجونو د زده کړو د حق موضوع باید هیره نه شي او هیله یې څرګنده کړې چې داسې ورځ راورسیږي چې ټولې نجونې د تعلیم له حق څخه برخمنې شي او د علم دروازې د ټولو پر مخ پرانیستې وي.

ټرمپ؛د مودي د مذاکراتي وړتیا په ستاینه کې هغه «قاتل او پرښته» وباله

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جي۷ غونډې په څنډه کې د هند د لومړي وزیر نرېندرا مودي د مذاکراتي وړتیاوو ستاینه کړې او هغه یې «قاتل» او «پرښته» بللی دی.

ټرمپ دا خبرې هغه مهال وکړې چې ترې وپوښتل شول آیا امریکا او هند د فرانسې په ایویان ښار کې د جي۷ غونډې پر مهال سوداګریزې هوکړې ته رسېدلي دي که نه.

د امریکا ولسمشر په ټوکو او ستاینونکې لهجه وویل چې مودي په خبرو اترو او معاملو کې خورا پیاوړی دی. نوموړي د «قاتل» اصطلاح د مودي د سخت او اغېزناک مذاکراتي سبک لپاره وکاروله او ورسره یې هغه «پرښته» هم وباله.

په همدې حال کې تراوسه د هند او امریکا ترمنځ د سوداګریزو هوکړو په اړه کوم رسمي خبرونه نه دي خپاره شوي خو د ټرمپ له خبرو داسې ښکاري چې ښایي دواړو هېوادونو یو لړ مهم تړونونه لاسلیک کړې وي.

آغاز کار قیرریزی شاهراه جلال‌آباد – تورخم

وزارت فواید عامه حکومت طالبان اعلام کرده است که کار قیر ریزی و باز سازی اساسی شاهراه ۷۳ کیلومتری جلال آباد – تورخم آغاز شده است و هم اکنون در حال اجرا است .

به گفته محمد اشرف حق شناس سخنگوی این وزارت این پروژه ۷۳ کیلومتر طول دارد و باقی مانده کار های آن به ارزش ۶.۸۴۸ ملیون افغانی با سکتور خصوصی قرار داده شده و روند کار آن تا ۲۲ ماه آینده تکمیل خواهد شد .

گفتنی این است که طرح باز سازی این شاهراه از حدود ۱۶ سال قبل توسط پاکستان آغاز شده بود اما کار باز سازی آن تکمیل نشدن و چندین بار کار این پروژه نیمه‌تمام ماند اما اکنون تکمیل و به بهره برداری سپرده خواهد شد ‌

مسولان در وزارت فواید عامه میگویند این شاهراه از مسیر های مهم تجارتی کشور به شمار می‌رود و نقش کلیدی در انتقال کالاها و محصولات زراعتی میان مناطق مختلف دارد