د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې وېکټ ساتونکي او چټک پیلیز توپ وهونکي رحمنالله ګربز له افغان پانګهوال او سوداګر میرویس عزیزي سره لیدلي دي.
ګربز ویلي، په دې لیدنه کې یې له عزیزي سره د سوداګریزو برنامو او د افغانستان د راتلونکو پراختیایي پروژو په اړه ګټورې خبرې کړې دي.
نوموړي همدارنګه د ملي اتل شاپور ځدران د ملاتړ او همکاریو لپاره له میرویس عزیزي مننه کړې ده.
رحمن الله ګربز په دې لیدنه کې میرویس عزیزي ته د «RG پرفیوم» په نوم د خپل نوي برانډ ځانګړې بسته هم ډالۍ کړې ده.
ګربز په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې داسې ملي شخصیتونه د هېواد لپاره ستره پانګه ده او د هغوی خدمتونه، هڅې او وطنپالنه باید وستایل شي او قدر یې وشي.

