د ايران او امريکا؛د تفاهمليک اصلي ټکي
- امریکا او ایران، او د روانې جګړې اړوند متحدین یې، د دې تفاهم لیک په لاسلیک کولو سره د ټولو جبهاتو په کچه او د لبنان په ګډون د پوځي عملیاتو سمدستي او دایمي پای اعلانوي. دواړه لوري ژمنه کوي چې له دې وروسته به د یو بل پر ضد جګړه، پوځي عملیات، د زور ګواښ یا د زور کارول نه کوي، او د لبنان ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت ته به درناوی کوي.
- امریکا او ایران به د یو بل ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی کوي او د یو بل په کورنیو چارو کې به لاسوهنه نه کوي.
- دواړه هېوادونه ژمن دي چې په اعظمي توګه د ۶۰ ورځو په موده کې وروستۍ موافقه ترلاسه کړي، چې د متقابل رضایت په صورت کې غځېدلی شي.
- امریکا به سمدستي د ایران پر وړاندې سمندري بندیزونه او خنډونه کمول پیل کړي او په ۳۰ ورځو کې به یې بشپړ پای ته ورسوي. همدارنګه، له وروستۍ موافقې ۳۰ ورځې وروسته به خپلې پوځي قوې د ایران له نږدې سیمو وباسي.
- ایران به د ۶۰ ورځو لپاره د فارس خلیج او عمان سمندر ترمنځ د سوداګریزو بېړیو خوندي تګ راتګ بې له فیسه تضمین کړي. د هرمز تنګي د راتلونکي مدیریت په اړه به له عمان او نورو ساحلي هېوادونو سره خبرې اترې ترسره کړي.
- امریکا او سیمهییز شریکان یې ژمنه کوي چې د وروستۍ موافقې د یوې برخې په توګه به د ایران د بیارغونې او اقتصادي پراختیا لپاره لږ تر لږه د ۳۰۰ میلیارده ډالرو پلان جوړ کړي.
- امریکا به د ایران پر ضد ټول بندیزونه، د ملګرو ملتونو امنیت شورا، د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې (IAEA) او د امریکا لومړني او ثانوي بندیزونه، د یوې هوکړه شوې مهالوېش له مخې ختم کړي.
- ایران یو ځل بیا ټینګار کوي چې اټومي وسلې به نه جوړوي او نه به یې ترلاسه کوي. دواړه لوري به د غني شویو اټومي موادو د برخلیک په اړه د IAEA تر څار لاندې یوه موافقه شوې کړنلاره رامنځته کړي.
- تر وروستۍ موافقې پورې به اوسنی وضعیت وساتل شي. ایران به خپل اټومي پروګرام په اوسني حالت کې وساتي او امریکا به نوي بندیزونه نه لګوي او نه به اضافي پوځیان سیمې ته استوي.
- امریکا به د تفاهم لیک له لاسلیک سره سم د ایران د نفتو، نفتي محصولاتو او اړوندو خدماتو (بانکداري، بیمه، ترانسپورت او نور) لپاره لازم معافیتونه صادر کړي.
- امریکا به د ایران کنګل شوې یا محدودې شوې شتمنۍ د دې تفاهم لیک له عملي کېدو سره سم د استفادې لپاره ازادې کړي. دواړه لوري به د دغو پیسو د خوشې کولو پر کړنلارې خبرې وکړي.
- د تفاهم لیک او راتلونکې موافقې د پلي کېدو د څار لپاره به یو ځانګړی نظارتي میکانیزم جوړ شي.
- د تفاهم لیک له لاسلیک او د ځینو مهمو مادو له عملي کېدو وروسته به امریکا او ایران د وروستۍ موافقې لپاره رسمي مذاکرات پیل کړي.
- وروستۍ موافقه به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوه پرېکړهلیک له لارې تأیید شي.