چهارشنبه, جون 17, 2026
Homeافغانستانشفیقه خپلواک:وطن ته تګ او نه تګ باید د قضاوت او سیاسي...

شفیقه خپلواک:وطن ته تګ او نه تګ باید د قضاوت او سیاسي تورونو معیار نه وي

افغانه لیکواله او شاعره شفیقه خپلواک وايي چې د افغانستان له سیاسي بدلون وروسته د هېواد پرېښودو، پاتې کېدو او یا بېرته ورګرځېدو موضوع د خلکو د قضاوت او تورونو سبب ګرځېدلې ده.

آغلې خپلواک په یوه تازه لیکنه کې ویلي چې د نظام له سقوط وروسته ډېری افغانان د پاتې کېدو او وتلو له سخت انتخاب سره مخ وو.

د هغې په وینا، هغه کسان چې په هېواد کې پاتې شوي، کله ناکله د اوسني حکومت د ملاتړ په تور تورنېږي او هغه کسان چې بهر ته تللي، د تېښتې په نوم یادېږي.

نوموړې زیاتوي چې اوس هېواد ته د بېرته تګ موضوع هم ورته بڼه غوره کړې او ځینې کسان د ورتګ کوونکي په دې پوښتنه تر فشار لاندې راولي چې ولې ورته «خطر» نشته، په داسې حال کې چې ځینې نور بیا جلاوطنه ژوند د قربانۍ په توګه وړاندې کوي.

شفیقه خپلواک ټینګار کړی چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او هېواد ته تګ یا نه تګ باید د خبرونو او سیاسي بحثونو اصلي موضوع نه وي.

د هغې په باور، په افغانستان کې اوسېدل یا ورته سفر کول په دې معنا نه دي چې څوک د واکمن نظام ملاتړی دی، او له هېواده بهر ژوند کول هم حتمي د مخالفت نښه نه ګڼل کېږي.

هغې یادونه کړې چې د هغو کسانو موضوع جلا ده چې د روان وضعیت د توجیه یا سپیناوي لپاره فعالیت کوي، خو د عامو افغانانو د تګ راتګ په اړه باید له عمومي قضاوت څخه ډډه وشي

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here