د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ستوري راشد خان یو ځل بیا د نړیوالو یو ورځنیو سیالیو د توپ اچوونکو په تازه درجهبندۍ کې لومړی مقام خپل کړی دی.
په نوې درجهبندۍ کې د پاکستان ابرار احمد دویم او د انګلستان جوفرا ارچر درېیم ځای خپل کړی دی.
بل لور ته، افغان الراونډر عظمتالله عمرزي د ۳۱۶ نمرو په ترلاسه کولو سره د پنځوس اوریزو لوبو د غوره الراونډر لوبغاړي مقام ساتلی او د زمبابوې له سکندر رضا څخه مخکې دی.
همداراز، ابراهيم ځدران په تازه درجهبندۍ کې دوه درجې شاته تللی او اوس د غوره توپوهونکو په نوملړ کې پنځم ځای لري.

