د کرکټ چارو شنونکي او خبریال ایمل پسرلی د افغانستان د وروستۍ ماتې په اړه نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د لوبې د پیل پر مهال د بالینګ انتخاب د ماتې مهم لامل و.
ښاغلي پسرلي په یوه انتقادي لیکنه کې ویلي، سره له دې چې رحمت شاه ښه توپوهنه وکړه، خو ټاکل شوی هدف دومره لوی و چې ترلاسه کول یې نږدې ناممکن وو.
د هغه په وینا، د داسې ستر هدف تعقیبول د هرې لوبډلې لپاره ستونزمن کار دی.
ایمل پسرلي د لوبډلمشر حشمت الله شاهدي او روزنیز ټیم پرېکړه تر پوښتنې لاندې راوستې او ویلي یې دي چې په داسې پیچ او سخته ګرمي کې د لومړي بالینګ انتخاب د توجیه وړ نه و.
هغه پوښتنه کړې چې ایا د افغانستان توپوهنه دومره پیاوړې ده چې د لوړو هدفونو تعقیب د لوبډلې د قوت برخه وبلل شي.
پسرلي همداراز د کپتانۍ پر موضوع هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې شاهدي له ۲۰۲۱ کال راهیسې د یو ورځنیو سیالیو لوبډلمشر دی او اوس باید د مشرتابه د بدلون او نوي فکر د راوستلو په اړه جدي بحث وشي.
هغه د بېلګې په توګه یادونه کړې چې د هندوستان ملي لوبډلې د نړیوالو بریاوو سربېره هم د مشرتابه د بدلون جرئت کوي، او افغانستان هم باید د راتلونکي لپاره ورته ارزونه ترسره کړي.
پسرلي په خپله لیکنه کې د حشمت الله شاهدي لپاره د احتمالي بدیل نوم نه دی یاد کړی، خو د کرکټ مینهوال یې دې ته رابللي چې د راتلونکي کپتانۍ لپاره مناسبې څېرې مطرح کړي

