یکشنبه, اپریل 5, 2026
Home Blog Page 39

د اسلام آباد سترې محکمې؛د سترګو د علاج لپاره شخصي روغتون ته د عمران خان د تګ غوښتنه رد کړې

0

د اسلام اباد سترې محکمې د زنداني پخواني لومړي وزیر عمران خان هغه غوښتنه رد کړې چې غوښتل یې له زندانه یو شخصي روغتون ته ولېږدول شي، خو محکمې د زندان په داخل کې د هغه د روغتیا د ارزونې لپاره د ځانګړي طبي بورډ د جوړولو امر کړی.

د راپور له مخې، د محکمې قاضي ارباب طاهر د اورېدنې پر مهال ویلي، چې د سترګو متخصص تکړه دی او کولای شي د عمران خان طبي معاینات همدلته زندان کې ترسره کړي، او بیرون ته د تګ فرصت یې نشته.

محکمې د اسلام‌اباد لوی کمشنر ته لارښوونه کړې چې یو طبي بورډ جوړ کړي چې پکې به د ډاکتر اصف او د ډاکتر ندیم قریشي په نوم ډاکتران شامل وي.

د محکمې د پرېکړې له مخې، دا طبي بورډ به ارزونه کوي چې ایا عمران خان باید روغتون ته ولېږدول شي یا نه.

ایران؛نوي مذهبي مشر مجتبی خامنه‌یي له ټاکل کېدو وروسته خپل لومړنی پیغام خپور کړی

0

د ایران نوي مذهبي مشر مجتبی خامنه‌يي تر ټاکل کېدو وروسته خپل لومړنی پیغام خپور کړی دی.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ ویلي چې د هرمز تنګي د تړلو لپاره اړینې وسیلې باید وساتل شي او که اړتیا وي نورې جبهې هم پرانیستل کېدای شي.

د راپورونو له مخې، خامنه‌يي په خپل پیغام کې ټینګار کړی چې ایران باید د سیمې د امنیتي او پوځي بدلونونو پر وړاندې بشپړ چمتووالی ولري.

هغه ویلي چې د هېواد د مهمو لارو او ستراتیژیکو امکاناتو ساتنه د ایران د ملي امنیت لپاره مهمه ده.

نوموړي همداراز ویلي که پر ایران فشارونه زیات شي، تهران به د خپلو ملي ګټو د ساتنې لپاره له بېلابېلو لارو کار واخلي.

په ټي ټي پي باندې مه خپل سړی اصلاح کوئ او مه سپی!

لیکوال: احمد شاه ساحل

په دې وروستیو کې د پښتونخوا یو شمېر ځوانان په غیر شعوري ډول له ټي ټي پي څخه دا غوښتنه کوي چې د ځینو نورو ځوانانو د ناسمو اعمالو مخه ونیسي یا یې اصلاح کړي. دا کار نهایت دردونکی او اندېښمنوونکی دی. ځکه له دې څخه دا څرګندیږي چې زموږ پښتانه لا هم د خپل دښمن د پېژندنې د شعور تر بشپړتیا نه دی رسېدلی. لا هم ډېر خلک د خپل اصلي دښمن شکلونه، نقشې او د استعمار بېلابېل مخونه نه پېژني.

دوی دومره ګنګس شوي دي چې اوس د مدنیت له ښکاره دښمنانو مدنیت غواړي، له شب‌ پرستو د ورځې هیله کوي، د تیارو له ملګرو د رڼا غوښتنه کوي، خپل بچیان بې‌ لارو ته د اصلاح په نوم سپاري. او د کوچنیو تېروتنو مرتکبین هغو کسانو ته سپاري چې خپله د ډېرو لویو او نه جبرانېدونکو جرمونو عاملین دي. دا واقعاً یو دردناک حالت دی.

باید وپوهېږئ چې ستاسې دا ډول غوښتني په حقیقت کې ټي ټي پي ته مشروعیت ورکول دي. په دې معنا چې تاسې هغوی د ټولنې د اصلاح کوونکو په توګه تعریفوئ، د هغوی واک او صلاحیت منئ او په غیر مستقیم ډول هغوی ته ښه راغلاست وایاست. او په دې هم وپوهیږئ، کله چې نن ترې د خپلو بچیانو د اصلاح غوښتنه کوئ، نو سبا به یې پر وړاندي د کورونو او حجرو دروازې هم نه شئ تړلی. هغوی به راځي، واک به اخلي، او هغه ټول پلانونه به عملي کوي چې له مخکې یې ستاسو لپاره چمتو کړي دي. هغه وخت که بیا هر څومره فریاد هم وکړئ، نه به یې هغوی اوري او نه به یې اورېدل منطقي وي.

منطقي به ځکه نه وي، چې داسي نه شي کېدلی چې نن به تاسې د خپلو غوښتنو مطابق کارونه پرې ترسره کوئ او په اصطلاح د خپلو بچیانو د تربیې لپاره به یې کاروئ، خو سبا به یې د واکمنانو په توګه نه منئ. کله چې یو ځواک ته مشروعیت ورکړل شي، بیا یې مخه نیول اسانه نه وي.

هو، دا سمه ده چې ډېری پښتانه به د دې ډول ستونزو د حل لپاره له پاکستاني ریاست څخه هیله نه لري یا به ترې ناهیلي شوي وي. خو دا په دې مانا هم نه ده چې انسان له بارانه د ناوې غېږي ته پناه یوسي. مطلب، دا او نورې ټولې ستونزې، ستاسې ستونزې دي، او تاسې به یې حل کوئ. ځکه خو منظور پښتین تراوسه پورې د خیبر جرګې نارې وهي. اصلاً تاسې باید له هر څه وړاندې پر هغو سیاسي مشرانو لعنت ووایاست او پر وړاندې یې ودریږئ چې د خیبر جرګې پريکړو د عملي کېدو مخه یې ونیوله؛ هغه پریکړې چې پښتنو ته یې د یو “سمبولیک سټېټ” جوړولو چانس ورکاوه، هغه پریکړې چې له مخې یې یو پراخ اجراییوي مرکز جوړېده، داسې مرکز چې د پښتنو د ستونزو د حل لپاره مشروع، ملي او سیاسي صلاحیت ولري.

تاسو باید هغوی وغندئ او پر وړاندې یې راپورته شئ، او پوښتنه ترې وکړئ چې ولې یې هغه لوی تاریخي فرصت د یو ساده او ملنګ انسان، منظور پښتین سره په بغض او عیناد کي ضایع کړ؟ ولې یې د پاکستان طرف ونیو او ولې یې پښتانه د خپلو ګډو پریکړو له عملي کېدو راوګرځول؟ ولې یې اجازه ورنه کړه چې د خیبر جرګې په نوم داسې یو ملي مرکز جوړ شي چې د پښتنو د ټولو سیاسي او ټولنیزو ستونزو د حل توان او صلاحیت ولري؟

که نن هغه مرکز موجود وای، نو نه یوازي دا ډول کوچنۍ ټولنیزې ستونزيګې به د همدې ملي چوکاټ له لارې حل کېدې، بلکې پښتون به د پاکستاني ریاست پر وړاندي په لومړي ځل په یوه منظم او سیال سیاسي پلټفارم کې راڅرګند شوی وای. په هغه صورت کې به ډېر امکان موجود و چې روانې ټولې سیاسي لوبې د پښتنو په ګټه اوښتي وای.

بناً ستاسې د بدې ورځې عاملین ستاسې بد مشران دي. له هغوی بیا وپوښتئ چې ولې یې دا هر څه یوازې په دې خاطر له منځه یووړل چې هسې نه د دې کار کریډیټ منظور پښتین، ته لاړ شي. وپوښتئ او تر ګرایونونو یې ونیسئ.

په افراطي ډلو باندي مه خپل سړی اصلاح کوئ او مه سپی!

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.

ډونالډ ټرمپ:د تیلو د بیو لوړېدل د امریکا لپاره لویه اقتصادي ګټه ده

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه تازه پیغام کې ویلي، چې امریکا د نړۍ د تر ټولو لوی د تیلو تولیدوونکی هېواد دی او د تیلو د بیو لوړېدل د امریکا لپاره اقتصادي ګټه لري.

ټرمپ په خپله ټروت سوشیال پاڼه لیکلي، چې د امریکا لپاره تر ټولو مهم هدف دا دی چې د ایران مخه ونیول شي څو اټومي وسلې ترلاسه نه کړي.

هغه ایران بد امپراتور هیواد بللی او ویلي یې دي چې واشنګټن به اجازه ورنکړي دغه هېواد د منځنۍ اسیا او نړۍ امنیت له ګواښ سره مخ کړي.

نوموړي زیاته کړې چې امریکا به د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو د مخنیوي لپاره خپل دریځ بدل نه کړي.

تورخم؛پاکستاني او افغان قومي مشرانو د تورخم په صفري نقطعه کې ناپیژاند جسد د لنډ اوربند پر مهال پورته کړ

د راپورونو له مخې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم دروازې په صفري نقطعه کې د یو ناپیژاند جسد د راپورته کولو لپاره موقتي اوربند اعلان شوی.

راپورونه وایي، تر اوسه دا نه ده روښانه شوې چې یاد جسد د افغان لوري دی که د پاکستاني لوري خو له څو ورځو راهیسې په صفري نقطعه کې پروت و.

د معلوماتو له مخې، د پاکستان له لوري یوه قبایلي جرګه تورخم ته ورغلې او د افغانستان له لوري هم جرګه سیمې ته رسېدلې، او څیړنې روانې دي تر څو د جسد اصلي لوری معلوم او ور وسپارل شي.

یاد اوربند د ماښام تر ۵:۳۰ بجو دوام لاره.

سپاه پاسداران:د «الی بیت‌المقدس» تر کوډ لاندې مو د امریکا او اسراییلو پر اهدافو پراخ توغندیز بریدونه کړي دي

0

د ایران د سپاه پاسداران د عامه اړیکو دفتر اعلان کړی چې د «وعده صادق ۴» عملیاتو ۴۱مه څپه یې پیل کړې ده.

یاد دفتر وایي، دا برید د رمضان جګړې د “شهیدانو” د یاد په درناوي او د سپاه پاسداران د قومندان محمد پاکپور په نوم ترسره شوی او د «الی بیت‌المقدس» تر کوډ لاندې یې د امریکا او اسراییلو پر اهدافو بریدونه کړي دي.

د اعلامیې له مخې، د توغندیزو او ډروني بریدونو هدفونه په تل ابیب او قدس کې موقعیت لري، او همدارنګه د سیمې په کچه د امریکايي ځواکونو ځینې اډې هم په نښه شوې دي.

سپاه پاسداران ویلي چې په دې عملیاتو کې له لسو څخه ډېر درانه توغندي، لکه خرمشهر، قدر، خیبرشکن او هایپرسونیک فتاح د څوګونو سرګلولو سره کارول شوي، او ورسره ځانمرګي ډرونونه هم کارول شوي دي.

د اسراییل دفاع وزیر:که لبنان سیمه کنټرول نه کړي، موږ به یې ونیسو

0

د اسراییلو د دفاع وزیر یسرائیل کاتز اعلان کړی چې د دې هېواد پوځ ته یې لارښوونه کړې چې په لبنان کې د پوځي عملیاتو د پراخولو لپاره چمتووالی ونیسي.

کاتز ویلي، که د لبنان حکومت ونه شي کولی په خپل قلمرو کې وضعیت کنټرول کړي، نو اسراییل به اړ شي چې خپله مداخله وکړي.

د هغه په وینا، دې موضوع په اړه یې د لبنان ولسمشر ته هم خبرداری ورکړی دی.

د اسراییلو د دفاع وزیر ټینګار کړی چې که د لبنان حکومت د سیمې د امنیت او ثبات د ساتلو توان ونه لري، اسراییلي ځواکونه به د سیمې د کنټرول لپاره اقدام وکړي.

رحمت الله نبیل:د ټولنیزو شبکو د خبرو حرمت باید د مسجد د منبر په څېر وي

د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل ویلي چې نن ورځ ټولنیزې شبکې د خلکو شخصي منبرونه ګرځېدلي دي، چې هر څوک پکې خپل نظر څرګندولی شي او پر عامه افکارو اغېز کولای شي.

نوموړي ټینګار کړی چې لکه څنګه چې په مسجد کې د منبر خبرې مسؤلیت او درناوي غواړي، نو په ټولنیزو شبکو کې هم خبرې باید په مسؤلانه توګه وشي.

رحمت‌الله نبیل ویلي، سالم بحث او پوهاوی کولی شي دغه ډیجیټلي منبرونه د پوهې او ټولنې د خیر لپاره ګټور کړي، خو جهل، کرکه او تعصب بیا ټولنه د تفرقې او ستونزو پر لور بیایي.

مایک والتز:کاش لا هم د بګرام هوايي اډه مو لرلای

ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر مایک والتز د ایران د روانې جګړې په ترڅ کې د بګرام هوايي اډې اهمیت ته اشاره کړې ده.

والتز په اېکس کې د یوه پوسټ په غبرګون کې دا څرګندونې کړې دي.

په هغه پوسټ کې ادعا شوې وه چې د ایران ځینې چارواکي د امریکا له پوځي اډو د واټن ساتلو لپاره د مشهد ښار ته تللي دي.

نوموړي په خپل غبرګون کې لیکلي: «کاش موږ لا هم د بګرام هوايي اډه لرلای.»

د یادونې وړ ده، چې مشهد د ایران له هغو لویو ښارونو څخه دی چې د افغانستان پولې ته تر ټولو نږدې موقعیت لري.

د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر:د ایران د حکومت بدلون د جګړې له پای وروسته ممکن دی

0

د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر د اسراییل ټایمز له رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې اسراییل نه شي کولی په ایران کې حاکم نظام نسکور کړي او دا کار یوازې د ایران د خلکو له لوري ترسره کېدای شي.

نوموړي زیاته کړې چې که د ایران خلک د حکومت د بدلون هڅه وکړي، نو ښايي د بریا لپاره یو ډول بهرني ملاتړ ته اړتیا ولري.

د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر همداراز د ایران د سیاسي وضعیت په اړه ویلي چې د ایران د رهبرۍ په منځ کې د پام وړ درزونه لیدل کېږي، خو د هغه په وینا سختدریځي څېرې لا هم د واک واګې په لاس کې لري.

هغه ټینګار کړی چې د حکومت بدلونونه عموماً د پوځي عملیاتو تر پای وروسته رامنځته کېږي، نه د جګړې په منځ کې.

د نوموړي په خبره، په ایران کې د نظام بدلون د اسراییلو ښکاره هدف نه دی، خو تل‌ابیب هڅه کوي داسې شرایط رامنځته شي چې دا ډول پایله ممکنه کړي.