یکشنبه, مې 17, 2026
Home Blog Page 24

مسکو کې د طالبانو حکومت سفیر؛له داغستاني چارواکو سره د اړیکو پر پراختیا او د سوداګرۍ پر ودې خبرې کړې

په مسکو کې د طالبانو حکومت سفیر، مولوي گل حسن حسن، د قفقاز د پانګونې په نړیوال فورم کې د ګډون ترڅنګ له سیمه‌ییزو چارواکو او افغان سوداګرو سره پر مهمو اقتصادي او سیاسي موضوعاتو خبرې کړې دي.

د یاد سفارت له خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، ګل حسن حسن د فورم په څنډه کې د داغستان له ولسمشر سره کتلي او د دوه‌اړخیزو همکاریو، سوداګرۍ پراختیا او سیمه‌ییزو اړیکو پر پیاوړتیا یې بحث کړی دی.

د راپور له مخې، په همدې لړ کې، نوموړي پیتیوگورسک ښار ته د خپل سفر پر مهال له مېشتو افغانانو سره هم لیدلي دي.

د خبرپاڼې له مخې، افغان سفیر ټینګار کړی چې اقتصادي تعامل او سیمه‌ییزه همکاري کولی شي د افغانستان او سیمې ترمنځ اړیکې لا پیاوړې کړي.

محمود خان اڅکزی:افغانستان د قدرتونو هدیره ده، پاکستان دې له خطرناکو تګلارو ډډه وکړي

د پاکستان د اپوزېسیون ګوند مشر او پښتون سیاستوال محمودخان اڅکزی ویلي چې افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د لویو قدرتونو لپاره په هدیره بدل شوی دی او هېڅ بهرنی ځواک نه دی توانېدلی چې په دوامداره توګه یې کنټرول وساتي.

هغه زیاته کړې چې هم د برېټانوي هند او هم د پخواني شوروي اتحاد تجربې ښيي چې افغانستان نیول ښايي اسانه وي، خو ساتل یې خورا ستونزمن او له جدي پایلو سره مل وي.

د نوموړي په وینا، امریکا هم په دې هېواد کې له ورته ننګونو سره مخ شوې وه.

اڅکزي خبرداری ورکړی چې دا ډول تګلارې او “ماجراجویانه فکر” د پاکستان لپاره خطرناک تمامېدلی شي او باید اجازه ورنکړل شي چې سیمه یو ځل بیا د شخړو په ډګر بدله شي.

نوموړي د حل لارې په توګه وړاندیز کړی چې د ملګرو ملتونو تر مشرتابه لاندې دې د افغانستان او پاکستان ترمنځ مستقیمې خبرې وشي او د سیمې نور ګاونډي هېوادونه هم پکې شامل شي، څو ستونزې د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي.

هغه ټینګار کړی چې سیمه‌ییز ثبات یوازې د تفاهم او ګډو هڅو له لارې ممکن دی، نه د زور او نظامي لارو څخه.

د بیان ازادۍ نړیواله ورځ؛بریتانیا وایي، په سختو شرایطو کې افغان خبریالان د خاموشه کړل شویو غږ پورته کوي

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي، ریچارډ لینډسي، د بیان ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغان خبریالانو مېړانه او نه ستړې کېدونکې هلې ځلې ستایلې دي.

نوموړي په خپله وینا کې د بیان ازادۍ پر ارزښت ټینګار کړی او ویلي چې ازاده خبریالي د یوې فعالې او ژوندۍ ټولنې لپاره بنسټیز اهمیت لري.

هغه زیاته کړې چې خبریالان د ټولنې د رښتینو غږونو استازیتوب کوي او مهم معلومات خلکو او نړۍ ته رسوي.

لینډسي ویلي چې په تېره اوونۍ کې یې له یو شمېر افغان خبریالانو سره لیدلي او د هغوی د کاري شرایطو په اړه یې خبرې کړې دي.

د هغه په وینا، افغان خبریالان سره له سختو او پېچلو حالاتو بیا هم خپل مسلکي فعالیت ته دوام ورکوي.

هغه همدارنګه ویلي چې افغان خبریالان د ولس اندېښنې، اړتیاوې او لومړیتوبونه په خپلو راپورونو کې را اخلي او د هغو خلکو غږ پورته کوي چې غږ یې نه اورېدل کېږي.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوې چې د مې درېیمه په ټوله نړۍ کې د بیان ازادۍ د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي، او نړیوال بنسټونه په افغانستان کې د رسنیو پر وضعیت او د خبریالانو پر وړاندې پر موجودو ستونزو اندېښنه څرګندوي.

سپاه پاسداران:له امریکا سره د احتمالي جګړې لپاره چمتو یو

د ایران سپاه پاسداران وايي چې که اړتیا شي، له امریکا سره د جګړې لپاره بشپړ چمتووالی لري.

د دوی په وینا، اوسنی وضعیت داسې ښکاري چې د جګړې بیا پیل “احتمالي” دی، ځکه چې د دوی په باور امریکا هېڅ تړون او ژمنې ته وفاداره نه ده پاتې شوې.

سپاه ویلي چې د ایران وسله وال ځواکونه په لوړ حالت کې دي او د هر ډول احتمالي برید یا شخړې ځواب ورکولو ته تیار دي.

دغه څرګندونې وروسته له هغه شوې چې د ایران او امریکا ترمنځ د اتومي پروګرام او د هرمز تنګي د بندیزونو په اړه اختلافات لا هم ژور دي.

تهران کې د طالبانو حکومت سفیر؛د ایران له عدلیې وزیر سره د زندانیانو په لېږد غږېدلی

په تهران کې د افغانستان سفارت اعلان کړی چې د طالبانو حکومت سفیر فضل محمد حقاني په ایران کې د ایران د عدلیې وزارت د بشري حقونو او نړیوالو چارو له مرستیال عسکر جلالیان سره لیدلي دي.

په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د عدلي او قضايي همکاریو د پراختیا پر موضوعاتو خبرې شوې دي.

اعلامیه زیاتوي چې د خبرو په ترڅ کې له ایران څخه افغانستان ته د افغان زندانیانو د لېږد د دوهم پړاو د پیل موضوع هم مطرح شوې ده.

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت:په خوست کې ۱۲ زره او ۵۰۰ جریبه ځمکه دولتي اعلان شوه

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت ویاند برکت‌الله رسولي ویلي چې په خوست ولایت کې، د اسماعیل‌خېلو او مندوزیو ولسوالۍ یوه ځمکه د بررسۍ وروسته د اختصاصي محکمې له لوري د دولت ملکیت پېژندل شوی دی.

هغه ویلي، چې دغه ځمکه ۱۲ زره او ۵۰۰ جریبه ده؛ خو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

راپور زیاتوي چې تر دې مخکې هم په کابل کې د ځینو ښارګوټو ځمکې دولتي اعلان شوې وې، چې د خلکو له نیوکو او غبرګونونو سره مخ شوې وې.

اسراییل ټایمز:حماس بې‌وسلې کېدل د فلسطیني دولت له جوړېدو سره تړي

آکسیوس د دوو سرچینو په حواله، چې د ایران له هغه وړاندیزه خبر دي چې ډونالډ ټرمپ ته وړاندې شوی، راپور ورکړی چې په دې طرحه کې د یوې میاشتې مهلت ټاکل شوی تر څو د داسې یوه تړون لپاره خبرې وشي چې موخه یې د هرمز تنګي بېرته پرانیستل، د امریکا سمندري محاصره پای ته رسول، او په ایران او لبنان کې جګړه په دوامداره توګه ختمول دي.

د دغو دوو سرچینو په وینا، د ایران د حکومت د وړاندیز له مخې، یوازې وروسته له هغه چې دا ډول تړون ته ورسېږي، بیا به یوه بله میاشت وروسته خبرې پیل شي تر څو هڅه وشي د اټومي پروګرام په اړه هم یو تړون ترلاسه شي.

بل لورته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، چې هېواد به یې ډېر ژر د ایران له لوري وړاندې شوې د جګړې پای ته رسولو نوې طرحه وڅېړي، خو په خبره یې دا طرحه ښایي د منلو وړ نه وي.

تر دې وړاندې ایراني رسنیو راپور ورکړی و چې تهران واشنګټن ته ۱۴ ماده‌ییزه طرحه استولې ده.

ډونالډ ټرمپ:امریکا به له جرمني څخه تر پنځه زرو هم ډېر پوځیان وباسي

د اسراییل ټایمز د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې امریکا به له جرمني څخه تر مخکې اعلان شوی شمېر ډېر پوځیان وباسي.

هغه ویلي: «موږ به خپل ځواکونه ډېر راکم کړو، او دا به له ۵ زرو سرتېرو هم ډېر وي.»

ډونالډ ټرمپ په دې اړه نور جزییات یې نه دي ورکړي.

بلخوا، ناټو ویلي چې د دې پرېکړې په اړه له واشنګټنه نور معلومات غواړي.

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې د جرمني صدراعظم فریدرتش مرتس ویلي ایران په خبرو کې د ټرمپ اداره تر فشار لاندې راوستې ده.

د کتاب نړیوالې ورځې په پلمه؛اکسوس کتاب پلورنځی په نوې ودانۍ او نوې بڼه بېرته پرانیستل شو

د اکسوس کتاب پلورنځي مشر حمید ناصري اعلان کړی چې له ۱۲ کلن مزل وروسته یې خپل فعالیتونه په نوې ودانۍ او پراخې بڼې بیا پیل کړي.

د ښاغلي ناصري په وینا، دا پرانیسته د کتاب او مطالعې نړیوالو ورځو سره برابره شوې او د پوهې ارزښت ته د پام رااړولو یو مهم ګام دی.

حمید ناصري وایي، په تېرو کلونو کې یې سلګونه زره کتابونه خپاره کړي او ګڼ فرهنګي پروګرامونه یې ترسره کړي دي.

په نوې ودانۍ کې به د مطالعې لپاره ځانګړې قهوه‌خانه هم وي، او اداره پلان لري چې تر ۲۰۳۵ کال پورې د هر افغان کور ته لږ تر لږه یو کتاب ورسوي.

د صالح زرغون بهیر ټویټ غبرګونونه راوپارول؛افغانان یې “خطرناک او غیرمسؤولانه” بولي

وروسته له هغې چې د امرالله صالح په مشرۍ زرغون بهیر په ایکس پاڼه د کابل په منډوي کې پاکستاني لوري ته د وسلو او ډیپوګانو کوردینات ورکړل، ګڼ افغانان غصه دي او وایي دا کار د ملکي خلکو ژوند له خطر سره مخ کوي.

په یاد ټویټ کې ادعا شوې چې طالبانو د کابل په باغ قاضي سیمه کې د مهماتو لوی ډیپو پټ کړی او خلکو ته خبرداری ورکړل شوی چې له سیمې ځانونه لیرې کړي.

خو منتقدین وایي، د داسې معلوماتو خپرول عملي ډول بهرنیو لورو ته د هدف ټاکلو مانا لري.

افغان خبریال سمیع یوسفزي دا اقدام “د شرم‌وړ او خطرناک” بللی او ویلي یې دي چې دا ډول پوسټونه د بهرنیو بریدونو لپاره مستقیمه لار هواروي، که څه هم نوموړي د یادو ادعاوو پر رښتینولۍ هم شک څرګند کړی.

منتقدین ټینګار کوي چې افغانستان له وړاندې د جګړو او سیاسي اختلافاتو قرباني دی، او داسې کړنې د خلکو ترمنځ بې‌باوري او غوسه نوره هم زیاتوي.