د ښځو د ډیپلوماسۍ نړیوالې ورځې په مناسبت، پخوانۍ افغان ډیپلوماتې اصیلا وردګ ویلي چې افغانستان اوس د نړۍ یوازینی هېواد دی چې ښځې پکې له زدهکړو، کار او عامه ژوند څخه په پراخه کچه محرومې شوې دي.
هغې په خپلو څرګندونو کې ویلي: «افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې ښځې پکې له زدهکړو، کار او ډیپلوماتیکو فعالیتونو څخه منع او لرې ساتل شوې دي.»
وردګ ټینګار کړی چې دا وضعیت د بشري حقونو او عدالت له اصولو سره په ټکر کې دی او زیاته کړې یې ده چې تاریخ به دا بېعدالتي هېره نه کړي.

