د ایران مذهبي مشر ايتالله سید مجتبی خامنهيي د لوی اختر او حج په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي، د اسلامي امت راتلونکی د «نوین اسلامي تمدن» پر لور روان دی او مسلمانان کولای شي د خپلې وړتیا او مسئولیت له مخې د دې راتلونکې په جوړولو کې ونډه واخلي.
هغه د «برائت از مشرکین» موضوع ته په اشارې سره ویلي، سږ کال د امریکا او اسرائیلو پر ضد دریځ ځانګړی اهمیت لري او دا مخالفت یوازې د حج تر مراسمو محدود نه دی، بلکې په اسلامي نړۍ کې به پراخ دوام ولري.
خامنهيي د ایران د وسلوالو ځواکونو او د مقاومت جبهې د فعالیتونو ستاینه هم کړې او ویلي چې د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو له لارې امریکا او اسرائیل په نښه شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، د «الله اکبر» شعار د اسلامي امت او د مقاومت د جبهې ترمنځ د یووالي لامل شوی او دا اړیکې له ایران، لبنان او فلسطین څخه تر عراق، سوریې، یمن، افغانستان او پاکستان پورې پراخې شوې دي.

