سه شنبه, مې 26, 2026
Homeافغانستانمولوي محمد يعقوب مجاهد؛نړيوال امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره مسکو ته...

مولوي محمد يعقوب مجاهد؛نړيوال امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره مسکو ته ولاړ

د طالبانو د حکومت د ملي دفاع وزیر، مولوي محمد یعقوب مجاهد، د روسیې په کوربتوب د نړۍوال امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره مسکو ته سفر کړی دی.

دغه کنفرانس چې ټاکل شوې د مې میاشتې له ۲۶مې تر ۲۹مې پورې دوام وکړي، د نړۍ د ګڼو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون ترسره کېږي.

د غونډې اصلي موضوعات سیمه‌ییز امنیت، د ترهګرۍ پر ضد مبارزه، او د هېوادونو ترمنځ امنیتي همکارۍ بلل شوي دي.

راپورونه ښيي چې د طالبانو حکومت استازي به په دې ناسته کې د افغانستان د امنیتي وضعیت، سیمه‌ییز ثبات او له نورو هېوادونو سره د همکاریو په اړه خپل دریځ وړاندې کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here