چهارشنبه, مې 20, 2026
Home Blog Page 188

آذربایجان:د ایران پر ضد به زموږ له خاورې او فضا هېڅ ډول پوځي استفاده ونه شي

0

د آذربایجان د بهرنیو چارو وزیر جیحون بایراموف ویلي، باکو به هېڅکله اجازه ورنه کړي چې د دې هېواد فضایي حریم یا خاوره د ایران یا کوم بل ګاونډي پر ضد د پوځي عملیاتو لپاره وکارول شي.

بایراموف دا څرګندونې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي سره په ټیلیفوني خبرو کې کړي دي.

نوموړي د سیمې پر وروستیو حالاتو اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړی چې ټول بحرانونه باید د خبرو اترو، ډیپلوماسۍ او د نړیوالو اصولو له لارې حل شي.

د آذربایجان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د ایران امنیت د باکو لپاره ځانګړی ارزښت لري او دا هېواد به د هر ډول پوځي کړکېچ مخنیوي ته ژمن پاتې شي.

ګارډین:بریتانیا د قطر په غوښتنه تایفون جنګي الوتکې ځای پر ځای کړې

0

د برېتانیا ګارډین ورځپاڼې د برېتانوي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د شاهي هوايي ځواک تایفون جنګي الوتکې د قطر د چارواکو په غوښتنه دغه هېواد ته استول شوې دي، تر څو د هر ډول احتمالي تیري کوونکي برید پر وړاندې د قطر دفاع پیاوړې کړي.

راپور زیاتوي چې لندن امکان نه لري د امریکا له لوري پر ایران په احتمالي برید کې مستقیم ګډون وکړي، خو که تهران د سیمې پر هېوادونو غچ اخیستونکي ګامونه واخلي، نو بریتانیا ښايي د خلیج هېوادونو د ملاتړ لپاره پوځي اقدام ته چمتو شي.

رحمت‌الله نبیل:په تور لیست کې د سپاه پاسداران شاملېدل، د افغان سیاستوالو لپاره جدي خبرداری دی

د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت‌الله نبیل ویلي، د اروپایي اتحادیې له خوا د ایران د سپاه پاسداران د ترهګریزو سازمانونو په نوملړ کې شاملېدل د افغانستان د سیاستوالو، ګوندونو، رسنیو او کلتوري بنسټونو لپاره یو جدي خبرداری دی او دا ښيي چې په سیمه کې د خړ او دوه‌ګوني سیاست دوره د پای ته رسېدو په حال کې ده.

نبیل ټینګار کړی چې د جمهوریت په دوره کې او له هغې وروسته یو شمېر افغان سیاستوالو، هم د طالبانو په جوړښت کې دننه او هم له هېواده بهر، له سپاه پاسداران څخه مالي او سیاسي ملاتړ ترلاسه کړی او په ښکاره یې د ملي حاکمیت خبرې کولې، خو په پټه توګه یې د سپاه له شبکو سره اړیکې ساتلې.

هغه خبرداری ورکړی چې په نوي سیمه‌ییز نظم کې هر ډول مالي، تبلیغاتي او سیاسي اړیکه له سپاه پاسداران سره کولای شي د نړیوالو بندیزونو، د شتمنیو د کنګل کېدو او قضایي تعقیب سبب شي، او د بهرني نفوذ څېرې به نور د سیاسي لوبغاړو پر ځای د څارنې او حقوقي تعقیب هدف وي.

د اروپایي پارلمان مشره:د سپاه پاسداران ترهګریز نومول سمه او پر وخت پرېکړه ده

0

د اروپایي پارلمان مشرې روبرټا مېتسولا د اروپایي ټولنې له هغه اقدام څخه هرکلی کړی، چې له مخې یې د ایران سپاه پاسداران د ترهګریز سازمان په توګه د نوملړ پر سر جدي ګامونه اخیستل شوي دي.

نوموړې ویلي، د سپاه پاسداران ترهګریز سازمان ګڼل یوه سمه او پر وخت پرېکړه ده.

روبرټا مېتسولا په خپلو څرګندونو کې زیاته کړې، دا هغه پرېکړه ده چې تر څو اونیو مخکې یې عملي کېدل ډېر ناشوني ښکاره کېدل، خو د وروستیو بدلونونو او تحولاتو له امله اوس ورته لاره هواره شوې ده.

د هغې په وینا، اروپایي ټولنه باید د تاوتریخوالي، ترهګرۍ او د بشري حقونو د سرغړونو پر وړاندې یو متحد او روښانه دریځ ولري.

د اروپایي پارلمان مشرې ټینګار کړی چې سپاه پاسداران نه یوازې د ایران دننه د تاړتریخوالي په کړنو کې رول لري، بلکې د سیمې د بې‌ثباتۍ او ناامنۍ له اصلي عواملو څخه هم شمېرل کېږي.

د طالبانو حکومت:روان کال له افغانستان څخه ۲۳ زره ټنه انار بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي

د طالبانو حکومت د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست ویلي، چې د روان لمریز کال له پیل راهیسې د دې ولایت شاوخوا ۲۳ زره ټنه انار بېلابېلو بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د چارواکو په وینا، دا لومړی ځل دی چې د کندهار انار قطر ته هم صادر شوي دي.

د معلوماتو له مخې، د کندهار انار پاکستان، هند، سعودي عربستان، مالیزیا، ازبکستان، روسیې، قزاقستان، متحده عربي اماراتو او قطر ته لېږدول شوي دي.

چارواکي زیاتوي، چې سږ کال په کندهار کې د انارو له بڼونو شاوخوا ۲۷۴ زره ټنه حاصل تر لاسه شوی دی.

امرباالمعروف؛په کاپیسا کې د ژوندي موجوداتو د انځورونو خپرول بند کړل

0

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې په کاپیسا ولایت کې د ژوندي موجوداتو د انځورونو خپرول په رسمي ډول منع کړي دي.

له دې پرېکړې وروسته، د کاپیسا ملي تلویزیون خپل فعالیت راډیويي بڼې ته اړولی او خصوصي رسنۍ هم له سختو محدودیتونو سره مخ شوې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د دې پرېکړې په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دا بندیز به د بیان پر ازادۍ، د رسنیو پر فعالیت او د خلکو پر معلوماتو لاسرسي ناوړه اغېز ولري.

د یاد بندیز پلي کېدل دا مهال د کاپیسا په ګډون په ۲۵ ولایتونو کې اعلان شوي دي.

اروپايي ټولنې؛پر ایران نوي بندیزونه منظور کړل

0

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو پر ایران نوي بندیزونه منظور کړي، چې هغه کسان او بنسټونه په نښه کوي چې د معترضانو په تاوتریخوالي ځپلو او له روسیې سره په همکارۍ کې ښکېل بلل کېږي.

د رویټرز د راپور له مخې، امکان شته اروپايي وزیران پر دې سیاسي هوکړې ته ورسېږي چې د ایران سپاه پاسداران د اروپايي ټولنې د ترهګرو ډلو په لېست کې شامل کړي.

که دا پرېکړه وشي؛ نو سپاه به د داعش او القاعده په څېر ډلو سره په یوه کټګورۍ کې راشي.

محمد باقر قالیباف:امریکا د خبرو نه، بلکې د خپلې ارادې د تپل کېدو هڅه کوي

0

د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف ویلي، هغه څه چې واشنګټن یې د «مذاکرې» په نوم یادوي، په اصل کې مذاکره نه ده بلکې د فشار او تحمیل هڅه ده.

قالیباف د CNN له خبریال سره په مرکه کې ټینګار کړی چې ایران له رښتینې او متقابل درناوي ولاړې خبرې رد نه کوي، خو هغه ډول خبرې چې د جګړې تر سیوري لاندې ترسره کېږي، د سیمې کړکېچ لا پسې زیاتوي.

نوموړي وویل: «موږ تل له واقعي ډیپلوماسۍ ملاتړ کړی، خو د امریکا ولسمشر د خبرو لپاره نه، بلکې د خپلې ارادې د تپل کېدو لپاره هڅه کوي. تحمیل مذاکره نه ده او موږ یې نه منو.»

قالیباف زیاته کړه، هغه خبرې چې د ایران د ولس ګټې پکې خوندي نه وي، هېڅ ارزښت نه لري او تهران به هېڅکله داسې مذاکرات ونه مني چې پایله یې یوازې امتیاز ورکول وي، نه متقابل درناوی او تضمین شوې ګټې.

سید اکبر اغا:د لس رکعته تراویحو لمونځ غیر مسوؤلانه پریکړه ده، او که سعودي دا پریکړه وانخلي مداخله به وکړو

پخواني طالب چارواکی سید اکبر اغا د سعودي عربستان اعلان، چې د تراویح لمونځ به له دې وروسته یوازې لس رکعته وي، «غیر مسؤلانه وینا» وبلله.

نوموړي په ایکس پاڼه لیکلي، چې د تراویح د لمونځ اوږدوالی د خلفاؤ راشدینو سنت دی، په ځانګړې توګه د حضرت عمر رضی الله عنه په وخت کې.

هغه د پېغمبر صلی الله علیه وسلم حدیث نقل کړی: «اصحابي كالنجوم بأيهم اقتديتم اهتديتم»، چې ټول مسلمانان باید د اصحابو د عمل په رڼا کې لارښود شي.

نوموړي همدارنګه ټینګار کړی، چې د کعبې شریفې خاوره د ټول مسلمانانو شریکه ده او ټول اهل اسلام د مشورې حق لري، او که مشوره ونشي، د مداخلې حق شته.

هغه زیاته کړې، چې د داسې مذهبي پرېکړو لپاره باید د اسلامي علماوو او د عامو مسلمانانو مطبوعاتي څرګندونې ترسره شي څو خپل مسؤلیت ادا شي.

رویټرز:عباس عراقچي د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر سره د خبرو لپاره انقرې ته ځي

0

د رویټرز خبري اژانس د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د یوه سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي به د جمعې په ورځ ترکیې ته سفر وکړي او هلته به له خپل ترکي سیال هاکان فیدان سره خبرې وکړي.

د سرچینې په وینا، هاکان فیدان به عراقچي ته ووایي چې انقره د سیمې وروستي بدلونونه له نږدې څاري او د ایران امنیت، سوله او ثبات د ترکیې لپاره ځانګړی اهمیت لري.

همداراز، فیدان به ټینګار وکړي چې ترکیه د ایران د اټومي پروګرام لپاره د ژر تر ژره یوې حل‌لارې د موندلو ملاتړ کوي او که اړتیا وي، په دې برخه کې د مرستې لپاره هم چمتو ده.