چهارشنبه, مې 20, 2026
Home Blog Page 187

د بلوچستان ازادي غوښتونکي غورځنګ؛کوټه، قلات، مستونګ او ګوادر کې پر پاکستاني پوځ هممهاله بریدونه کړي

0

په بلوچستان کې په څو ولسوالیو کوټه، قلات، نوشکي، دالبندین، مستونګ، ګوادر او پسني کې هممهاله پر پاکستاني پوځ وسلوال بریدونه ترسره شوي دي.

بریدونو کې ډزې، چاودنې او د ځانمرګو بریدونو هڅې شاملې دي، چې امنیتي تاسیسات، پولیس مرکزونه او دولتي ادارې یې په نښه کړې دي.

د کوټې په سریاب سړک د پولیسو پر موټر برید شوی، چې له امله یې دوه پولیس سرتېري وژل شوي دي.

امنیتي ځواکونه وایي، زیاتره بریدونه یې شنډ کړي او په ځینو سیمو کې د لټون او تصفیې عملیات لا هم روان دي.

د بلوچستان ازادۍ پوځ (BLA) د «جیاند» څانګې د دغو بریدونو مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې دا د «آپریشن هیروف» دوهم پړاو دی.

پاکستاني رسنۍ:د سیپېک د افغانستان پر لور د غځولو طرحه تر بحث لاندې ده

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) د افغانستان پر لور د احتمالي پراخولو په اړه دننه په اسلام‌اباد کې بحثونه روان دي او د پاکستان-چین-افغانستان درې اړخیز چوکاټ د بیا فعالېدو احتمال هم یاد شوی دی.

که څه هم دا موضوع د پاکستان د سنا له ځینو ناستو سره تړاو لري، خو تر اوسه د پاکستان حکومت یا د بهرنیو چارو وزارت په رسمي ډول کوم دریځ نه دی اعلان کړی.

یاده دې وي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري لا هم له جدي خنډونو سره مخ ده او ډېری سوداګریزې لارې تړلې پاتې دي.

اسوشیټد پرېس:ایران د سپوږمکۍ د څار له ویرې د اصفهان او نطنز زیانمنو اټومي مرکزونو د پټولو هڅې کوي

0

اسوشیټډ پرېس د سپوږمکۍ له نوو انځورونو سره سم راپور ورکړی چې ایران د اصفهان او نطنز په هغو اټومي تاسیساتو کې، چې پخوا د امریکا او اسرائیلو په بریدونو کې زیانمن شوي وو، پر ودانیو نوي چتونه جوړ کړي او هلته د بیا رغونې او فعالیت نښې ښکاري.

راپور وایي، دغه چتونه د دې لپاره جوړ شوي چې د سپوږمکیو لید محدود کړي او د ځمکې پر سر روان کارونه پټ وساتل شي.

څېړونکي باور لري چې دا اقدامات ښايي د پاتې اټومي موادو د راټولولو او پټولو هڅه وي.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې دا مهال یوازینۍ د څار لاره سپوږمکۍ دي، ځکه ایران د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې (IAEA) پلټونکو ته د تګ اجازه نه ورکوي.

ریاض، واشنګټن ته:د امریکا شاتګ به د ایران دریځ لا پیاوړی کړي

0

اکسیوس په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د سعودي عربستان د دفاع وزیر شهزاده خالد بن سلمان د واشنګټن په یوه محرمانه ناسته کې امریکایي چارواکو ته خبرداری ورکړی، چې که د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر وړاندې له خپلو پوځي ګواښونو شاتګ وکړي، نو تهران به دا کار د ضعف نښه وبولي او خپل دریځ به لا پیاوړی کړي.

د څلورو باخبره سرچینو له قوله، خالد بن سلمان ټینګار کړی چې پرله‌پسې ګواښونه او بیا عملي اقدام نه کول به ایران ته دا پیغام ورکړي چې واشنګټن جدي نه دی، او دا به د ایران سیاسي نفوذ او امنیتي جرأت زیات کړي.

راپور زیاتوي، چې دا دریځ د سعودي عربستان له وروستیو رسمي څرګندونو سره توپیر لري، ځکه ریاض په دې وروستیو کې د جګړې د کمېدو او د تاوتریخوالي د مخنیوي خبره کوله.

اکسیوس همدارنګه لیکي، چې د دفاع وزیر دا څرګندونې د ولیعهد محمد بن سلمان له احتیاطي دریځ سره په ښکاره ډول توپیر لري؛ هغه چې مخکې یې ټرمپ ته د ایران پر وړاندې د هر ډول پوځي اقدام د سیمې د پراخې جګړې خطر یادونه کړې وه.

عباس عراقچي:د امریکا مستقیمې مداخلې د ایران وضعیت د تیرې جګړې په پرتله ډېر پیچلی کړی

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، د خپل ترکي سیال هاکان فیدان سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، چې ایران د عادلانه او منصفانه هسته‌ای مذاکراتو لپاره چمتو دی، خو له فشار او تهدید سره مذاکره نه کوي.

عراقچي وویل، چې ایران هیڅکله د هسته‌ای وسلو غوښتونکی نه و او دا وسلې هېڅ ځای په امنیتي محاسبو کې نه لري.

هغه ټینګار وکړ چې ایران د خپلو دفاعي وړتیاوو، په شمول د توغندیز توان، په اړه هیڅکله مذاکره نه کوي او داخلي امنیت د هېواد خلکو پورې اړه لري.

هغه همدارنګه په وضاحت سره وویل: «مذاکره د دیکته کولو ځای نه دی. که یو طرف وغواړي غوښتنه مخکې له مخکې تحمیل کړي، نو دا مذاکره نه بلکې زور دی.»

عراقچي زیاته کړه چې ایران د امریکا سره د خبرو لپاره کومه ځانګړې نېټه نه لري، خو د هر ډول نظامي حملې لپاره بشپړ چمتووالی لري او وضعیت د تیرو ۱۲ورځنۍ جګړې په پرتله اوس پیچلی او خطرناک دی.

په پای کې، عراقچي د اروپایي اتحادیې په اړه هم څرګندونې وکړې او ویې ویل چې د سپاه پاسداران په اړه پرېکړه د اروپا د محاسباتي تېروتنو څرګندونه ده او دې اتحاديې په نړیوالو اړیکو کې خپل نفوذ له لاسه ورکړی دی.

د ناټو هوایي قومندانۍ:یوروفایټر ټایفون جنګي الوتکو یو میلیون د الوتنې ساعتونه پوره کړل

0

د ناټو هوايي قومندانۍ اعلان کړی چې د یوروفایټر ټایفون جنګي الوتکو په نړیواله کچه تر اوسه له یو میلیون ساعتونو ډېرې الوتنې ترسره کړې دي، چې دا د پوځي هوايي ځواک په تاریخ کې یو مهم او تاریخي پړاو بلل کېږي.

د ناټو په رسمي بیان کې راغلي چې یوروفایټر ټایفون د نړۍ له تر ټولو پرمختللو څو موخو جنګي الوتکو څخه ده، چې په دفاعي او عملیاتي ماموریتونو کې لوړ تخنیکي ظرفیت لري او د ناټو او متحدو هېوادونو د هوايي دفاع مهم ستن ګڼل کېږي.

ناټو وایي، دغه الوتکه دا مهال د بریتانیا، جرمني، ایټالیا او هسپانیې په ګډون د څو اروپایي هېوادونو له لوري کارول کېږي او اصلي هدف یې د متحدینو د فضايي حریم ساتنه، چټک غبرګون او د احتمالي ګواښونو مخنیوی دی.

تاجکستان:د افغانستان له خاورې راووښتي درې قاچاقبران وژل شوي او دوه نور تښتېدلي

د تاجکستان سرحدي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ د افغانستان له پولو د ناقانونه تګ هڅه کوونکو پنځو افغان قاچاقبرانو سره نښته وسله واله نښته کړې.

د تاجکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په دې نښته کې درې قاچاقبران وژل شوي او دوه نور بېرته د افغانستان خاورې ته تښتېدلي دي.

د تاجکستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ترڅار لاندې خاور خبري اژانس ویلي چې یاده نخښته د شمس الدین شوخین په سیمه کې رامنځته شوې.

د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې ویلي چې له قاچاقبرانو څخه څو وسلې او څلور بوجۍ چې ۷۳ بستې چرس او تریاک پکې وو، ترلاسه شوي دي.

د سرچینو په وینا، د تاجکستان سرحدي سیمه اوس تر کنټرول لاندې ده او د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

استرالیا:په کانبرا کې د افغانستان سفارت تړو، خو طالبانو ته یې هم نه سپارو

د استرالیا حکومت پرېکړه کړې چې په پلازمېنه کانبرا کې د افغانستان سفارت د ۲۰۲۶ کال د جون له پای وروسته وتړي او خپل رسمي فعالیتونه ودروي.

د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا اقدام د اداري او تخنیکي ستونزو له امله شوی او نور د سفارت اوسنی حالت د دوام وړ نه دی.

کانبرا یو ځل بیا ټینګار کړی چې د طالبانو حکومت له لوري ټاکل شوي هېڅ استازي ته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان په نوم دیپلوماتیک فعالیت ترسره کړي، او دغه حکومت د افغان ولس مشروع استازیتوب نشي کولای.

د استرالیا حکومت همدارنګه د طالبانو حکومت پر سیاستونو سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه د نړیوالو بشري ارزښتونو ښکاره نقض دی.

اعلامیه کې ویل شوي، چې د سفارت د تړل کېدو بهیر به په تدریجي او منظم ډول ترسره شي، څو د افغانستان د خلکو پر وړاندې د استرالیا سیاسي او اخلاقي دریځ ته زیان و نه رسېږي.

د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ؛سوداګري ۱.۷ میلیارده ډالرو ته رسېدلې

د اوزبېکستان د احصایې ملي کمېټې په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې د دغه هېواد د بهرنۍ سوداګرۍ ټولیز ارزښت ۸۱ اعشاریه ۲ میلیارده ډالرو ته رسېدلی دی.

د راپور له مخې، له دې مجموعې څخه د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ سوداګري یوازې ۱ اعشاریه ۷ میلیارده ډالر وه.

د احصایې ملي کمېټه زیاتوي، افغانستان د اوزبېکستان د مهمو سوداګریزو شریکانو په نوملړ کې شپږم مقام لري.

تر افغانستان مخکې چین، روسیه، قزاقستان، ترکیه او سویلي کوریا د اوزبېکستان تر ټولو لوی سوداګریز شریکان بلل شوي دي.

د راپور پر بنسټ، که څه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې دوام لري، خو د ټولې بهرنۍ سوداګرۍ په پرتله د افغانستان ونډه لا هم محدوده ده.

د پاکستان–افغانستان د سوداګرۍ خونه:له دواړو هېوادونو د بند پاتې کانتینرونو د ازادېدو غوښتنه کوو

د پاکستان او افغانستان د ګډې سوداګرۍ او صنایعو خونې له دواړو هېوادونو غوښتي چې د سوداګریزو لارو پر سر ولاړ خنډونه ژر تر ژره لرې کړي او د لس زرو څخه د زیاتو بند پاتې کانتینرونو د یوځل ازاد تګ راتګ اجازه ورکړي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه کانتینرونه تر سلو ورځو زیات وخت د سرحدي لارو د تړل کېدو له امله بند پاتې دي.

یادې خونې خبرداری ورکړی چې د سوداګرۍ دوامدار ځنډ د پاکستان او افغانستان سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اړولي او میلیونونه ډالر تاوان یې رامنځته کړی دی.

د خونې په وینا، که د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریز بهیر بېرته عادي نه شي؛ نو دا به نه یوازې پر سوداګرو، بلکې د دواړو هېوادونو پر اقتصادونو هم منفي اغېزې ولري، او له چارواکو یې غوښتنه کړې چې په بیړني ډول عملي ګامونه واخلي.