جمعه, جولای 10, 2026
Homeافغانستانمنظور احمد پښتین:پنجابي استعماري پوځ او ریاست خیبر پښتونخوا او افغانستان کې...

منظور احمد پښتین:پنجابي استعماري پوځ او ریاست خیبر پښتونخوا او افغانستان کې د ښځو او ماشومانو وژلو ته کار ویلی

د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) مشر منظور پښتین ویلي، د عملیاتو تر نوم لاندې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو پر ځای ناامني پراخېږي او ملکي وګړي زیانمنېږي.

پښتین په خپلو څرګندونو کې ويلي چې د کواډکوپټر ډرونونو په وسیله په یو شمېر سیمو کې پر استوګنیزو کورونو بریدونه شوي او ښځې او ماشومان پکې وژل شوي دي.

هغه د خیبر پښتونخوا د بېلابېلو سیمو او کلیو یادونه وکړه او ویې ویل چې په دغو ځایونو کې د خلکو کورونه په نښه شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په پښتني سیمو کې روانه ناامني د پوځي عملیاتو له سیاست سره تړاو لري او زیاته یې کړه چې د دې وضعیت له امله عام خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.

هغه همدارنګه وویل چې ناڅاپي ګرځبندیزونه د خلکو ورځنی ژوند اغېزمنوي او په وينا یې ځینې مهال د ناروغانو د لېږد پر مهال هم ستونزې رامنځته کېږي.

منظور پښتین د افغانستان یادونه هم وکړه او ويلي چې د پولې هغې غاړې ته هم د هوايي بریدونو له امله ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه د پکتیا ولایت د بمبارۍ یادونه وکړه او دا یې د ملکي وګړو پر ضد عمل وباله.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here