د طالبانو حکومت د مهاجرینو د ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون وایي، له پاکستان څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو بهیر له جدي خنډونو سره مخ دی او ګڼ شمېر کورنۍ د تورخم پر دروازه د ورځو لپاره بندې پاتې کېږي.
د یاد کمېسیون په یوه خپره کړې اعلامیه کې راغلي، چې پاکستاني لوری د بېلابېلو پلمو له امله کډوال نه پرېږدي، چې له تورخم لارې خپل هېواد ته ستانه شي.
د اعلامیې له مخې، په دغو کډوالو کې ښځې، ماشومان او سپین ږیري شامل دي، چې د سختو انساني شرایطو سره مخ دي او پر سړکونو شپې تېروي.
کمېسیون ټینګار کړی، چې افغانستان د راستنېدونکو کډوالو د جذب او ځای پرځای کولو بشپړ چمتووالی لري او کولی شي هره ورځ د ډېرو راستنېدونکو لپاره لازم خدمات برابر کړي.
اعلامیه زیاتوي: «موږ غوښتنه کوو چې د کرښې ها غاړه افغان مهاجرین له ځنډ پرته پرېښودل شي، څو له روانو ستونزو خلاص شي.»
یاد کمېسیون همداراز له نړیوالو بنسټونو، په ځانګړي ډول د UNHCR (د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ) غوښتنه کړې، چې له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي، څو د افغان کډوالو پر وړاندې د ستونزو او ځورونو مخه ونیول شي او د هغوی د ژر تېرېدو زمینه برابره شي.

