د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس ویلي چې په تېره یوه اونۍ کې د افغانستان د وسپنې پټلۍ له لارې په ټولیزه توګه ۲۲۹ زره او ۵۳۶ مټریک ټنه توکي لېږدول او رالېږدول شوي دي.
د هغه په وینا، دا انتقالات د حیرتان، آقینې، تورغنډۍ او خواف–هرات د اوسپنې پټلۍ له بندرونو څخه ترسره شوي، چې پکې نفتي او غیر نفتي توکي شامل دي. همدارنګه ۲۶۴ ټنه د انارو جوس هم له هېواد څخه صادر شوي دي.
حقشناس زیاتوي چې د وسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او وارداتو زیاتوالی د هېواد د اقتصاد لپاره مهم دی، ځکه چې دا کار د کارموندنې فرصتونه زیاتوي، ملي عواید لوړوي او د اقتصادي ثبات او ځان بسیاینې لپاره زمینه برابروي.

