د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فدرالي ټاکنو د مرستندویه کمېسیون غړي له دندو لرې کړي دي.
دا اقدام په داسې حال کې شوی چې د کانګرس د منځمهالو ټاکنو تر ترسره کېدو ته یوازې څو میاشتې پاتې دي.
د سپینې ماڼۍ د معلوماتو له مخې، ټرمپ د کمېسیون دوه ډیموکرات غړي له دندو ګوښه کړي، د یوه جمهوري غوښتونکي غړي استعفا یې منلې او بل جمهوري غوښتونکی غړی لا له دې وړاندې له خپلې دندې استعفا کړې وه.
په دې توګه کمېسیون اوس له غړو پرته پاتې شوی او د نویو غړو ټاکنه به د سنا جرګې تایید ته اړتیا ولري.
یاد کمېسیون د ۲۰۰۰ کال له لانجمنو ټاکنو وروسته د امریکا کانګرس د ټاکنیز بهیر د پیاوړتیا او خوندي کولو لپاره جوړ کړی و.
د قانون له مخې، په دې څلور کسیز کمېسیون کې باید له یوه سیاسي ګوند څخه تر دوو زیات غړي نه وي، څو یې خپلواکي خوندي پاتې شي.
دا اداره د رایه ورکوونکو د نوملیکنې د فدرالي فورم د ساتنې، د برېښنايي رایه ورکولو د وسایلو د تصدیق او د ټاکنو اړوند ځینو تخنیکي چارو مسؤلیت پر غاړه لري.
سپینې ماڼۍ ویلي، ولسمشر حق لري هغه کسان له دندو لرې کړي چې د امریکا د ټاکنو د خوندي کولو او د قانوني رایو د شمېرلو له پالیسۍ سره همغږي نه وي؛ خو تر اوسه یې نه دي ویلي چې د کمېسیون لپاره به نوي غړي څه وخت معرفي کړي.

