د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د یوه ډیپلوماټیک پلاوي په مشرۍ بیجینګ ته رسېدلی او د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي سره یې لیدنه کړې ده.
د ایران د دولتي رسنیو د راپور له مخې، عراقچي په دې سفر کې له چینایي لوري سره د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې اترې کړې دي.
دا لیدنه په داسې حال کې ترسره شوې چې په فارس خلیج او د هرمز تنګي سیمه کې د امریکا او ایران ترمنځ ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي.
دا سفر د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه پلان شوي سفر څخه یوه اونۍ وړاندې ترسره کېږي، چې ټاکل شوې هغه د چین له ولسمشر شي جینپینګ سره د اپریل په ۲۴ او ۲۵ نېټه وګوري.

