د پاکستان لومړي وزیر، شهباز شریف، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري هرمز تنګي کې د “پروژه فریډم” د ځنډولو پرېکړه ستایلې او هغه یې د سیمې د سولې او ثبات لپاره مهم ګام بللی دی.
نوموړي په خپله ایکس پاڼه ویلي، چې د ټرمپ دا پرېکړه د پاکستان او نورو ورور هېوادونو، په ځانګړي ډول د سعودي عربستان د غوښتنو مثبت ځواب دی، چې کولی شي د کړکېچ د کمېدو او د باور د فضا د رامنځته کېدو لامل شي.
شهباز شریف همداراز د سعودي عربستان د ولیعهد او لومړي وزیر، محمد بن سلمان هڅې وستایلې او ویې ویل، چې د هغه رول به د سیمې د سیاسي هوکړو او روغې جوړې په پیاوړتیا کې مهم تمام شي.
د پاکستان لومړي وزیر ټینګار کړی، چې اسلاماباد به تل د ډیپلوماسۍ، خبرو اترو او زغم له لارې د شخړو د حل ملاتړ کوي.

