د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د راولپنډۍ په ۲۷۵مې قول اردو قوماندانانو غونډه کې د طالبانو حکومت پر تګلارو سختې نیوکې کړي دي.
د پاکستان پوځ په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د افغان طالبانو له لوري د خوارجو او نورو ترهګرو ډلو لپاره د خوندي پټنځایونو برابرول نه یوازې د افغانستان د خلکو له ګټو سره په ټکر کې دي، بلکې اوس دغه تګلاره پر خپله شا راګرځېدلې او رسوا شوې ده.
اعلامیه زیاتوي چې طالبان هڅه کوي د تبلیغاتي کمپاین له لارې پاکستان داسې وښيي چې ګواکې د افغانستان دننه ملکي وګړي په نښه کوي، خو د پوځ په وینا دا «ناسم او هدفمند تبلیغات» دي چې د طالبانو د کورنیو ستونزو د پټولو لپاره کارول کېږي.
عاصم منیر یو ځل بیا ټینګار کړی چې د پاکستان پوځي اقدامات یوازې د ترهګرو پر ضد دي او په دقیق ډول د نفوذي کسانو، پټنځایونو او د هغوی د ملاتړ پر شبکو تمرکز لري.
د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر دا څرګندونې داسې مهال کوي چې، په پرلپسې توګه د دغه پوځ له لورې د افغانستان ملکي وګړي هدف ګرځول کېږي.

