دوشنبه, اپریل 27, 2026
Home Blog Page 186

ډونالډ ټرمپ:امریکا یوازینی هېواد دی چې چین او روسیه ترې وېره لري

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، امریکا یوازینی هېواد دی چې چین او روسیه ترې وېره لري.

نوموړي ادعا کړې چې که امریکا د ناټو غړی نه وای؛ نو دا پوځي تړون به بې‌اغېزې و او روسیې او چین به ترې هېڅ ویره نه لرله.

ټرمپ ویلي، د ده له راتګ مخکې د ناټو ډېری غړو هېوادونو خپل پوځي لګښتونه نه پوره کول؛ خو ده هغوی دې ته اړ کړل چې دفاعي لګښتونه زیات کړي.

هغه یو ځل بیا ادعا کړې چې اته جګړې یې پای ته رسولې او میلیونونه ژوندونه یې ژغورلي دي.

د امریکا ولسمشر همداراز ویلي چې که د ده مداخله نه وای؛ نو روسیه به پر ټول اوکراین واکمنه شوې وای، او ټینګار یې کړی چې که څه هم شک لري ناټو به د اړتیا پر مهال د امریکا ملاتړ وکړي؛ خو امریکا به تل د ناټو تر څنګ ولاړه وي.

افغان ډاکټران:په پاکستان کې د افغان ټرېني ډاکټرانو ټرېنینګ له جدي ګواښ سره مخ دی

0

حماسه میډیا ته یو شمېر افغان ډاکټرانو ویلي، د پېښور د RMI روغتون ټولو افغان ټرېني ډاکټرانو ته خبرداری ورکړی چې که فعاله د پاکستان د طب شورا (PMDC) لایسنس ونه لري؛ نو ټرېنینګ به یې ودرول شي، که د ټرېنینګ په هر پړاو کې وي.

دوی وایي، د PMDC لایسنس ترلاسه کول د بهرنیو ډاکټرانو لپاره ستونزمن او وخت‌نیونکی بهیر دی، چې له امله یې د ډېرو افغان ټرېني ډاکټرانو زده‌کړې له خطر سره مخ دي.

د یادو ډاکټرانو په وینا، افغان ډاکټران ټینګار کوي چې دا اقدام د کلونو هڅې له منځه وړي.

دوی دغه راز ویلي، چې په افغانستان کې ګڼ شمېر پاکستانی ډاکټران په بېلابېلو روغتونونو کې د لوړو معاشونو او د قانوني محدودیتونو پرته کار کوي، چې دا حالت د متقابل چلند او عدالت په اړه پوښتنې را پورته کوي.

یاد ډاکټران د طالبانو حکومت له چارواکو غواړي چې د پاکستان له اړوندو ادارو سره عاجلې خبرې وکړي، د افغان ډاکټرانو د ټرېنینګ حق خوندي کړي او د هغوی مسلکي راتلونکی تضمین کړي.

جېم رېش:د ټرمپ د ولسمشرۍ په دوره کې د امریکا ګواښل ایران ته ښه پایله نه لري

0

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر، جېم رېش، د ایران د پوځ د لوی درستیز، امیر حاتمي، له هغو ګواښونو وروسته چې د امریکا پر ضد یې کړي وو، توند غبرګون ښودلی دی.

جېم رېش ویلي، د ټرمپ د ولسمشرۍ په دوره کې د امریکا ګواښل د هېڅ لوري لپاره ښه پایله نه ده لرلې.

نوموړي زیاته کړې چې د امریکا پر وړاندې د سختو او پاروونکو څرګندونو تجربه ښيي چې دا ډول دریځونو تل د تهران لپاره منفي پایلې لرلې دي.

د راپورونو له مخې، امیر حاتمي تر دې مخکې د ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې امریکا ګواښلې وه او ویلي یې وو چې ایران به د هر ډول بهرني فشار پر وړاندې کلک دریځ ولري.

سپینه ماڼۍ:ډونالډ ټرمپ له ۶۶ نړیوالو سازمانونو د وتلو پرېکړه کړې

0

د سپینې ماڼۍ د رسنیزې پاڼې له‌خوا په اېکس کې خپره شوې یوې اعلامیې کې ادعا شوې چې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، یو یادداښت لاسلیک کړی چې له مخې به یې متحده ایالات له ۶۶ نړیوالو سازمانونو څخه ووځي.

د یادې اعلامیې په وینا، دا هغه بنسټونه دي چې ګواکې نور د امریکا ملي ګټې نه تأمینوي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې له دغو ۶۶ سازمانونو څخه ۳۵ یې له ملګرو ملتونو سره تړاو نه لري او خپلواک نړیوال بنسټونه دي؛ خو پاتې ۳۱ نور هغه ادارې دي چې د ملګرو ملتونو د سیستم برخه یا ورسره تړلې دي.

د سپینې ماڼۍ په وینا، د دې پرېکړې موخه د امریکا د بهرني سیاست بیا ارزونه او پر هغو سازمانونو د لګښتونو کمول دي چې واشنګټن یې اغېزمن نه بولي.

تر اوسه د امریکا د حکومت له‌خوا د یادو سازمانونو بشپړ نوملړ نه دی خپور شوی او نه هم دا روښانه شوې چې د دغې پرېکړې عملي کېدل به کله او څنګه پیل شي.

کاملا هریس:د ټرمپ دروغ او کرکه خپرول، د کانګرس د برید اصلي لامل و

0

د امریکا د ډیموکرات ګوند مخکښه غړې او د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ سیالې کامله هریس، ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ شپږمې پر کانګرس برید د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‌خوا د خپرو شوو دروغو او کرکې مستقیمه پایله وه.

هغې د یادې پېښې د پنځم تلین په مناسبت په خپلو څرګندونو کې ویلي، ټرمپ په پرله‌پسې ډول د ټاکنو د پایلو په اړه ناسم معلومات خپاره کړل او خپل پلویان یې وهڅول چې د ازادو او عادلانه ټاکنو د نسکورولو هڅه وکړي.

هریس زیاته کړې چې د دغه برید عاملینو ته بښنه ورکول د قانون حاکمیت ته جدي زیان رسوي او دا پیغام لېږي چې سیاسي تاوتریخوالی بې‌جزا پاتې کېدای شي.

د ډیموکرات ګوند دغه مخکښه څېره وایي، امریکايي ولس باید چوپ پاتې نه شي، ځکه د ولس بنسټیز حقونه تر ګواښ لاندې دي، واک د محدودو کسانو په ګټه کارول کېږي او د امریکا نړیوال اعتبار زیانمن شوی دی.

ډونالډ ټرمپ:که زه نه وای، روسیې به ټول اوکراین نیولی و

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې د هغه له مداخلې پرته به روسیې دا مهال ټول اوکراین تر ولکې لاندې راوستی وای.

ټرمپ په خپله ایکس پاڼه ویلي، د هغه له واک ته رسېدو مخکې د ناټو ډېری غړو هېوادونو د خپل ناخالص کورني تولید یوازې دوه سلنه د دفاع لپاره ځانګړې کوله او حتی خپل مالي مکلفیتونه یې نه ادا کول، خو دی وتوانېد چې دا کچه پنځو سلنو ته لوړه کړي.

نوموړي ویلي: «ما په یوازې سر اته جګړې پای ته رسولې دي، خو ناروې چې د ناټو غړی هېواد دی، په احمقانه ډول پرېکړه وکړه چې ماته د نوبل د سولې جایزه را نه کړي. خو دا مهمه نه ده. مهمه دا ده چې ما د میلیونونو انسانانو ژوند ژغورلی دی. روسیه او چین له امریکا پرته د ناټو هېڅ ویره نه لري، او زه شک لرم چې که موږ رښتیا هم ناټو ته اړتیا ولرو، هغوی به زموږ لپاره څه وکړي.»

ډونالډ ټرمپ ټینګار کړی چې د خپلې لومړۍ دورې پر مهال یې د امریکا پوځ بیا ورغاوه او اوس هم دا لړۍ روانه ده، او زیاته کړې یې ده چې یوازینی ځواک چې چین او روسیه یې درناوی کوي، د ده له خوا بیا پیاوړې شوې امریکا ده.

د افغانستان د زاعفرانو اتحادیه:په ۲۰۲۵ کال کې افغان زاعفرانو له ۶۷ میلیونو ډالرو زیات عاید ترلاسه کړی

افغانستان په ۲۰۲۵ کال کې ۳۸ ټنه زعفران صادر کړي چې له دې لارې یې تر ۶۷.۵ میلیونه امریکايي ډالرو زیات عاید تر لاسه کړی دی.

د افغانستان د زعفرانو اتحادیه وايي، د دغه محصول ۹۵ سلنه تولید په هرات ولایت کې کېږي.

د اتحادیې د معلوماتو له مخې، زعفران دا مهال په نږدې ۱۲ زره هکتاره ځمکه کرل کېږي چې شاوخوا ۱۰ زره او ۵۰۰ هکتاره یې په هرات کې دي.

د اتحادیې مشر ابراهیم عدیل ویلي، چې افغان زعفران اروپا، عربي هېوادونو او امریکا ته صادر شوي دي.

په ورته وخت کې افغان زعفرانو د کیفیت له پلوه یو ځل بیا د نړۍ لومړی مقام خپل کړی او دا لسم ځل دی چې دا مقام د بلجیم د خوند ارزونې نړیوال انستیتوت له لوري ورکول کېږي.

اِن‌فوډیکس:پاکستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې تر ټولو ډېر بې‌کوره نفوس لري

0

د اِن‌فوډیکس معلوماتي شبکې ویلي، چې پاکستان د هغو هېوادونو په سر کې ځای لري چې تر ټولو زیات بې‌کوره وګړي لري.

د راپور له مخې، په پاکستان کې شاوخوا ۸ میلیونه کسان بې‌کوره دي.

په دې نوملړ کې بنګله‌دېش له ۵ میلیونو، افغانستان له نږدې ۴.۶ میلیونو، نایجېریا او فلیپین له ۴.۵ میلیونو بې‌کورو وګړو سره د لوړو ځایونو څښتنان دي.

همداراز یمن، سومالیا، سوډان، چین او مصر هم د بې‌کوره نفوس له پلوه د نړۍ د مخکښو هېوادونو په ډله کې راځي.

راپور ښيي، چې په هند کې نږدې ۱.۷ میلیونه، په امریکا کې تر ۶۵۰ زرو ډېر، په بریتانیا کې شاوخوا ۳۸۰ زره او په فرانسه کې نږدې ۳۳۰ زره کسان بې‌کوره دي.

د سرچینو په وینا، دا شمېرې د بېلابېلو کلونو معلومات رانغاړي او کېدای شي د هر هېواد د وروستي وضعیت بشپړ انځور و نه ښيي.

عباس عراقچي:له امریکا سره د خبرو دروازې نه دي تړلي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، چې تهران د امریکا پر وړاندې د خبرو دروازې نه دي تړلي؛ خو د واشنګټن اوسني سیاستونه د مذاکراتو لپاره مناسبه فضا نه برابروي.

نوموړي ټینګار کړی، چې ایران تل د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ خبرو ته چمتو دی.

هغه همداراز ویلي، چې ایران د لبنان سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراخولو لپاره پلان لري او داخلي مسایل یوازې د ایران د خلکو حق بلل کېږي.

عراقچي دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې په ایران کې لاریونونه زیات شوي او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لاریون کوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي د دوام په صورت کې د مداخلې خبرداری ورکړی.

په ورته وخت کې ځینو هېوادونو خپلو وګړو ته له ایران د وتلو سپارښتنه کړې ده.

اسلام‌اباد کې؛د چینایي وګړو د ساتنې لپاره ځانګړی امنیتي یونټ جوړېږي

0

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، چې په اسلام‌اباد کې د چینایي وګړو د ساتنې لپاره ځانګړی امنیتي یونټ جوړېږي.

نوموړي د چین د عامه امنیت وزارت په مرکز کې له خپل چینایي سیال وانګ شیاوهنګ سره په درې نیم ساعته ناسته کې د پاکستان–چین دوه‌اړخیزو اړیکو او د ترهګرۍ پر ضد ګډو اقداماتو خبرې وکړې.

دواړو لورو هوکړه وکړه، چې د ګډ کاري ګروپ غونډې به هر درې میاشتې کېږي او د دواړو هېوادونو د کورنیو چارو وزیران به هر کال سره ګوري.

چینایي وزیر پاکستان او محسن نقوي د سپتمبر په میاشت کې په چین کې د نړیوال امنیتي همکارۍ فورم ته راوبللو.

وانګ شیاوهنګ ویلي، پاکستان او چین ستراتیژیک شریکان دي او بیجینګ چمتو دی له اسلام‌اباد سره په هره کچه همکاري پیاوړې کړي.