د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د امریکا د کورني امنیت د وزیر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې متحده ایالات نړۍ ته ثابته کړه چې د نړیوالو سپورتي سیالیو د کوربهتوب وړتیا نه لري.
نوموړي په خپل غبرګون کې ویلي چې د نړیوالو سیالیو کوربهتوب نه یوازې د مدیریت وړتیا غواړي، بلکې د اعتبار او نړیوال حیثیت اړتیا هم لري.
عراقچي دا څرګندونې د امریکا د کورني امنیت د وزیر د هغو خبرو په ځواب کې کړې چې د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام له سیالیو سره تړاو لري او پکې د ایران د ملي لوبډلې د وضعیت په اړه هم بحث شوی و.
د راپورونو له مخې، د امریکا د کورني امنیت وزیر د ایران د ملي لوبډلې د احتمالي حذفېدو په اړه څرګندونې کړې وې، چې په ایران کې یې غبرګونونه پارولي دي.

