د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ایران په دې وروستیو کې د خپل سیاسي او مذهبي مشرتابه په پېژندنه کې له سختو ستونزو سره مخ شوی دی.
ټرمپ په خپله ټولنیزه رسنۍ ټروت سوشیال ویلي، چې حتا د ایران لوړپوړي چارواکي هم په څرګنده نه پوهېږي چې د نظام اصلي رهبري د چا په لاس کې ده.
نوموړي زیاته کړې چې په ایران کې د سختدریځو او هغو ډلو ترمنځ چې ځانونه منځلاري بولي، داخلي اختلافونه زیات شوي دي.
د هغه په وینا، دغه شخړې په داسې حال کې روانې دي چې ځینې ډلې په جګړه کې له جدي ستونزو او ماتې سره مخ دي.
ټرمپ دغه وضعیت «ګډوډ او بېثباته» بللی او ویلي یې دي چې د ایران دننه سیاسي حالت ورځ تر بلې پېچلی کېږي.

